صدر مملكت آصف علي زرداري په درې ورځنۍ سركاري دوره د قطر پايه تخت دوحه ته ورسېد

دوحه 04 نومبر(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري په درې ورځنۍ سركاري دوره د قطر پايه تخت دوحه ته رسېدلے دے۔ ٬ په حماد نړيواله هوائي اډه د صدر مملكت او د هغه د پلاوي تود هر كلے سيئنر قطري چارواكو او په دوحه كښې د پاكستان سفير وكړو ٬ هغوي صدر مملكت ته د ګلونو ډالۍ وركړه۔ د ايوان صدر پرېس څانګې نه جاري بيان تر مخه …

دوحه 04 نومبر(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري په درې ورځنۍ سركاري دوره د قطر پايه تخت دوحه ته رسېدلے دے۔ ٬ په حماد نړيواله هوائي اډه د صدر مملكت او د هغه د پلاوي تود هر كلے سيئنر قطري چارواكو او په دوحه كښې د پاكستان سفير وكړو ٬ هغوي صدر مملكت ته د ګلونو ډالۍ وركړه۔ د ايوان صدر پرېس څانګې نه جاري بيان تر مخه د دورې په مهال به صدر مملكت آصف علي زرداري د نړيوالې سماجي ترقۍ په كنفرنس كښې ګدون كوي۔ خپل كليدي خطاب كښې به صدر نړيوالې ورورولي د سماجي او جامع معاشي نمو په اړه د پاكستان د اقدامات نه خبروي ۔ صدر آصف علي زرداري به د سماجي تحفظ ٬ د غربت په كمي او كمزورو طبقو لپاره د بېنظير انكم سپورټ په كردار هم رڼا اچوي۔ صدر مملكت به دوحه الائنس ٬ د سوشل پروتكشن اېنډ جابز ګپيكټ پېل لپاره د پاكستان اقدامات او د نړيوزالو وعدو سره سمو د نورو نړيوالو اقداماتو په اهميت هم خبرې كوي۔ صدر مملكت به د خیپلې دورې په مهال نړيوالو او سيمه ايزو لارښودو او د ڼريوالو تنظيمونو استازو سره هم ملاقاتونه كوي۔

مزید خبریں