وفاقي حکومت ځوانان خپلواكه كولو لپاره پاليسي جوړولو كښې د صوبو شاملولو لپاره مثالي کار كړے۔رانا مشهود احمد خاں

اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمين رانا مشهود احمد خاں وئيلي دي د څلورو واړو صوبو پشمول د اړوندو ډلو په مشاورت د يوتھ اينډ ايډولسنس پاليسي وضع کيږي، د تيرو څلورو مياشتو لنډي مودې په مهال 7 لکهه څخه زياتو ځوانانو په ډيجيټل يوتھ هب رجسټريشن کړے،وړومبے اي سپورټس پاليسي او اي سپورټس فيډريشن جوړيږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ …

اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمين رانا مشهود احمد خاں وئيلي دي د څلورو واړو صوبو پشمول د اړوندو ډلو په مشاورت د يوتھ اينډ ايډولسنس پاليسي وضع کيږي، د تيرو څلورو مياشتو لنډي مودې په مهال 7 لکهه څخه زياتو ځوانانو په ډيجيټل يوتھ هب رجسټريشن کړے،وړومبے اي سپورټس پاليسي او اي سپورټس فيډريشن جوړيږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ نېشنل يوتھ اينډ ايډولسنس پاليسۍ په اړه دستورې ته وينا كښې وكړه۔ده ووئيل يونيسف څلورو واړو صوبو، آزاد کشمير او ګلګت بلتستان ډلو مننه كوم،د ټولو صوبو نمائندګان او ځوانان د خپل قام او هېواد لپاره څه كول غواړي،ځوانانو د وزيراعظم يوتھ اينډ ايډولسنس پاليسي جوړولو كښې بشپړه برخه اخستي،د دوي عزم او حوصله د ستائني وړ ده۔ده ووئيل پاکستان مسلم ليګ (ن) 2011ء كښې پنجاب كښې په وړومبي ځل يوتھ پاليسي معارفي كړې وه۔د يوتھ پروګرام چيئرمين ووئيل ډيجيټل يوتھ هب د لارې ځوانانو له په ميرټ او په شفافيت موقعې وركړې كيږي، د تيرو څلورو مياشتو لنډي مودې په مهال 7 لکهه څخه زياتو ځوانانو په ډيجيټل يوتھ هب رجسټريشن کړے، وفاقي حکومت ځوانان خپلواكه كولو لپاره پاليسۍ جوړولو كښې د صوبو شاملولو سره مثالي کار كړے،د ځوانانو لپاره د مصنوعي زېركتيا پاليسي وضع کييږي او وزيراعظم محمد شهباز شريف د ځوانانو لپاره سيمي کنډکټر پاليسي اعلان کړی ده۔

مزید خبریں