زيتون د پاكستان معيشت لپاره نوې كاميابي ثابتيدې شي،مونږ به زيتون د قامي برانډ په توګه په نړيواله كچه معارفي كوو ۔رانا مشهود احمد خان

اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمين رانا مشهود احمد وئيلي دي د پاکستان ځوانان د هېواد لويه قيمتي سرمايه ده او د دوي په پرمختګ او قيادت كښې سرمايه کاري كول د پاکستان د روښانه سباؤن ضمانت دے۔د نهې په ورځ زيتون سمټ ته وينا كښې ده ووئيل زيتون د پاکستان معيشت لپاره يوه نوې كاميابي ثابتيدې شي،د پاکستان شمالي او جنوبي سيمو كښې …

اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمين رانا مشهود احمد وئيلي دي د پاکستان ځوانان د هېواد لويه قيمتي سرمايه ده او د دوي په پرمختګ او قيادت كښې سرمايه کاري كول د پاکستان د روښانه سباؤن ضمانت دے۔د نهې په ورځ زيتون سمټ ته وينا كښې ده ووئيل زيتون د پاکستان معيشت لپاره يوه نوې كاميابي ثابتيدې شي،د پاکستان شمالي او جنوبي سيمو كښې د زيتون کروندې پراخه امکانات شته او په دې څانګه كه د كوټلي تګلارې له مخې كار وكړې شي نو پاکستان به د زيتون پيدا کونكو وړومبي صفِ هېوادونو كښې شامل شي۔ده ووئيل مونږ په پاکستان او په ځوانانو پورا باور لرو، زه هر كال دا ډول کنفرنسونه د نزدې څخه فالو کوم،تير كال هم ما وئيلي وو او سږ كال هم هغه خبره كوم چې ستاسو سفارشات زيات مهم دي، ده ووئېل زه باور دركوم چې مونږ به نه يواځې هغه سفارشات تر اړوندو ادارو رسوو بلكه هغې كښې ښه والي راوستو سره به دغه په عملي توګه نافذ كوو۔رانا مشهود احمد د علامه اقبال فلسفې خودي حواله وركولو سره ووئيل اوس وخت راغلے دے چې مونږ عملي اقدامات وكړو، خبرې نه بلكه خپله کارکردګي به نړۍ ته ښائيو چې مونږ څه وايو هغه كوو۔ده ووئيل راروانه غونډه كښې ټول ګډون كوونكي دې په اعتماد سره ګډون راشي چې كوم سفارشات نن وړاندې كوو په هغې به عملدرآمد کولې شي۔ده ووئيل زيتون يواځې يو فصل نه بلکه د پاکستان لپاره د خوشحالۍ، پائيدارۍ او خود کفالت علامت دے۔

مزید خبریں