قواعد٬ ضوابطو او استحقاق لپاره د قائمه کميټي غونډه

اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) قواعد٬ ضوابط او استحقاق لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ غونډه د نهې په ورځ د محمد افضل په مشرۍ كښې شوې٬ په دې موقع د پي آئي اے چيف ايګزيکټو آفيسر په غونډه كښې په ګډون نه كولو د تشويش څرګندونې كولو سره امر وكړٶ چې په سباون كښې دې د دغسې عمل د تكرارولو نه ډډه وكړې شي۔ په غونډه كښې …

اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) قواعد٬ ضوابط او استحقاق لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ غونډه د نهې په ورځ د محمد افضل په مشرۍ كښې شوې٬ په دې موقع د پي آئي اے چيف ايګزيکټو آفيسر په غونډه كښې په ګډون نه كولو د تشويش څرګندونې كولو سره امر وكړٶ چې په سباون كښې دې د دغسې عمل د تكرارولو نه ډډه وكړې شي۔ په غونډه كښې شګفته جماني د استحقاق په اړه پوښتنې وكړه چې د پي آئي اے چارواكو غېر وظيفائي رويه د ذهني فشار سبب ګرځي٬ كمېټۍ د پي آئي اے چيف ايګزيکټو آفيسر په غونډه كښې په ګډون نه كولو د تشويش څرګندونې كولو سره امر وكړٶ چې په سباون كښې دا ډول عمل تكرارولو څخه دې ډډه وكړې شي٬ بلکې په دې معامله دې كمېټۍ ته بريفنګ لپاره په راتلونكې غونډه كښې حاضري باوري كړي۔ په غونډه كښې قامي اسمبلۍ غړو ناصر اقبال بوسال، اظهر قيوم ناهرا، وسيم قادر، رانا محمد قاسم نون، سردار محمد يعقوب خان ناصر، مير خان محمد جمالي، پير سيد فضل علي شاه جيلاني، مير غلام علي تالپور، شګفته جماني ،سنجے پرواني او نعيمه کشور خان سره سره نورو ګډون وكړو ۔ په دې موقع د پارلماني چارو وزارت، د اسټيبلشمنټ ډويژن او د پاکستان انټرنيشنل ايئر لائن کارپوريشن لميټډ سينئر افسران هم موجود وو۔

مزید خبریں