د وزيراعظم شهبازشريف په مشرۍ كښې د اعليٰ پائې غونډه،د غنمو پاليسي 2025-26 منظوري

اسلام آباد 19 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د اعليٰ پائې غونډه كښې حكومت د غنمو پاليسي 2025-26 منظوري وركړې شوه چې له مخې به ئې كروندګرو له مناسب بيعه وركولې شي او حكومت به د مستحكم پانګو او كروندګرو تحفظ باوري كولو له سټريټجكي سټاك اخلي۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ …

اسلام آباد 19 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د اعليٰ پائې غونډه كښې حكومت د غنمو پاليسي 2025-26 منظوري وركړې شوه چې له مخې به ئې كروندګرو له مناسب بيعه وركولې شي او حكومت به د مستحكم پانګو او كروندګرو تحفظ باوري كولو له سټريټجكي سټاك اخلي۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې تيره ورځ د غنمو پاليسي 2025-26 په اړه د اعليٰ پائې غونډه وشوه۔په غونډه كښې د پنجاب، سندھ، بلوچستان او ګلګت بلتستان اعليٰ وزيرانو ، د خېبر پښتونخوا د وزيرِ اعلي نمائنده، آزاد جموں و كشمير وزيراعظم او اړژند اسټيك هولډرز ګډون وكړو۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان يو زرعي معيشت دے او د غنمو فصل په زړه پورې اهميت لري۔ وزيراعظم ووئيل غنم نه يواځې د پاكستان د وګړو بنيادي خوراك دے بلكه د هېواد د كروندګرو لپاره د آمدن تر ټولو لويه ذريعه هم ده۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل حكومت د كروندګرو ستونزو څخه خبر دے، د كروندګرو ښېګړے له به هر ممكن هڅي كولې شي۔ده ووئيل كروندګر د پاكستان په معيشت كښې د ملا د تير حيثيت لري، پاليسۍ لپاره وفاقي حكومت د ټول اسټيك هولډرز پشمول صوبائي حكومتونو، كروندګرو تنظيمونه، صنعتكارو او كروندګرو ورورولۍ سره تفصيلي مشاورتي عمل كړې دے۔ وزيراعظم ووئيل د مشاورت په بنياد حكومت د غنمو قومي پاليسي 2025-26 اعلان كوي،د پاليسۍ مقصد د اولسي ګټو تحفظ كولو سره د كروندګرو ګټه باوري كول دي۔ وزيراعظم ووئيل د رايو په اتفاق اډانه پاليسي جوړولو كښې صوبائي حكومتونو مرسته ستائيو، انشاء الهو دا پاليسي به زرعي پرمختګ ته وده وركړي۔بريفنګ كښې وئويل شول چې د قومي غذائي تحفظ وفاقي وزير به د غنمو نګراني كولو يوې قومي كمېټۍ مشري كوي، كمېټۍ كښې به د ټولو صوبو نمائندګان شامل وي۔ بريفنګ كښې ووئيل شول چې دا كمېټي به په پاليسي اقدامات عمل درآمد او د همغږۍ نګراني كوي۔ بريفنګ كښې ووئيل شول چې كمېټي به اوونيزه غونډه كوي او نيغ په نيغه به وزيراعظم له رپورټ وركوي۔ بريفنګ په مهال ووئيل شول چې كروندګرو له به مناسب بيعه وركولې شي او حكومت به مستحكم ذخائر او د كرونډرو تحفظ باوري كولو له زيات مقدار كښې سټاك اخلي۔