د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د پاكستان او افغانستان ترمينځه د جنګ بندۍ معاهدے هركلے

اسلام آباد 19 اكتوبر (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د قطر پايه تخت دوحه كښې د پاكستان او افغانستان ترمينځه د جنګ بندۍ معاهدے هركلې كولو سره وئيلي چې د دواړو هېوادونو ترمينځه سيز فائر معاهده سيمه ايز استحكام پلو مهم پيش رفت دے،پاكستان عمر له شريك امن، مذاكرات او ګاونډي هېوادونو سره په احترام باور كوي۔د قومي اسمبلۍ سيكرټريټ ميډيا ونګ د اړخه جاري …

اسلام آباد 19 اكتوبر (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د قطر پايه تخت دوحه كښې د پاكستان او افغانستان ترمينځه د جنګ بندۍ معاهدے هركلې كولو سره وئيلي چې د دواړو هېوادونو ترمينځه سيز فائر معاهده سيمه ايز استحكام پلو مهم پيش رفت دے،پاكستان عمر له شريك امن، مذاكرات او ګاونډي هېوادونو سره په احترام باور كوي۔د قومي اسمبلۍ سيكرټريټ ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې سپيكر سردار اياز صادق ووئيل امن او استحكام د دواړو هېوادونو اولس اجتماعي ضرورت دے، سيمه كښې امن و استحكام لپاره د پاكستان اقدامات ته ستائنې وړ دے،پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې لوئ قربانۍ وركړې۔ سپيكر سردار اياز صادق ووئيل پاكستان د ګاونډي هېواد افغانستان 45 لكهه كډوالو خدمت كړې دے،پاكستان د افغان كډوالو خدمت كولو سره د ګاونډيتوب نوې تاريخ جوړ كړې۔ سپيكر سردار اياز صادق ووئيل پاكستان تيرو درې لسيزو راهسې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كوي، پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې 90 زره څخه زياته ځاني قرباني وركړې۔ سپيكر سردار اياز صادق ووئيل افغانستان كښې امن، پاكستان امن سره تړلے دے،سياسي او عسكري قيادت د رايو اتفاقِ سره ممكن شوې جنګ بندي خوشبينه ده۔