اسلام آباد 18 اكتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي چې پاكستان د پاك افغان پولي سره شمالي او جنوبي وزيرستان ضلعو سرحدي سيمو كښې د خارجي ګل بهادر ګروپ تصديق شوې ژ۔الي په نښه كړي، سيكورټي فورسز ځوابي كارروائيو كښې 100 څخه زكيات خارجيان وژلې شوي۔د خالي په ورځ د سماجي رابطے په پليټ فارم ”ايكس“ په خپل يو پوسټ كښې د …
پاكستان د پاك افغان سرحدي سيمو كښې د خارجي ګل بهادر ګروپ تصديق شوې ژالي په نښه كړي، 100 څخه زيات خارجيان وژلې شوي۔عطاء الله تارړ
اسلام آباد 18 اكتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي چې پاكستان د پاك افغان پولي سره شمالي او جنوبي وزيرستان ضلعو سرحدي سيمو كښې د خارجي ګل بهادر ګروپ تصديق شوې ژ۔الي په نښه كړي، سيكورټي فورسز ځوابي كارروائيو كښې 100 څخه زكيات خارجيان وژلې شوي۔د خالي په ورځ د سماجي رابطے په پليټ فارم ”ايكس“ په خپل يو پوسټ كښې د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل 48 ساعته اوږ سيز فائر په مهال د افغانستان څخه كار كونكي خارجيانو په پاكستان كښې ګڼ شمير بريدونو كولو هڅه كړي د كومو چې سيكورټي فورسز موثره ځواب وركړې۔ده ووئيل د سيكورټي فورسز موثره ځوابي كارروائي په مهال 100 څخه زيات خارجيان وژلې شوي۔ خارجي ايكس ګل بهادر ګروپ شمالي وزيرستان كښې په ګاړي ههم آئي اي ډي بريد كړے چې پكښې وګړي او يو سپاهي شهيدان او ګڼ ژوبل شوي۔ ګل بهادر ګروپ خارجيانو په ضد تيره شپه درست او هدفي كارروائي شوي۔ تصديق شوې انټيلي جنس رپورټس په بنياد په دغه كارروائيو كښې 60 نه تر 70 خارجيان او د هغوي قيادت وژلې شوي۔ده ووئيل عامو وګړو په نښه كولو په اړه ټول خبرونه بے بنسټه دي او د دې مقصد افغانستان كښې دننه كار كونكو ترهه ګرو ډلو حمايت پيدا كول دي۔










