اسلام آباد 18 اكتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزيرمحسن نقوي وئيلي د خېبر پښتونخوا پوليس پشمول ټول قانون نافذ كونكو ادارو له ضروري وسائل وركولو ته پام لرنه كوو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د كورنيو چارو وزارت كښې بلټ پروف ګاړي د خېبر پښتونخوا پوليس ته حواله كولو دستوري ته وينا كښې وكړه۔په دې موقع د كورنيو چارو وزير محسن نقوي د ګاړو …
خېبر پښتونخوا پوليس پشمول ټول قانون نافذ كونكو ادارو له ضروري وسائل وركولو ته پام لرنه كوو۔د كورنيو چارو وفاقي وزيرمحسن نقوي
اسلام آباد 18 اكتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزيرمحسن نقوي وئيلي د خېبر پښتونخوا پوليس پشمول ټول قانون نافذ كونكو ادارو له ضروري وسائل وركولو ته پام لرنه كوو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د كورنيو چارو وزارت كښې بلټ پروف ګاړي د خېبر پښتونخوا پوليس ته حواله كولو دستوري ته وينا كښې وكړه۔په دې موقع د كورنيو چارو وزير محسن نقوي د ګاړو چابي د خېبر پښتونخوا پوليس آئي جي ذوالفقار حميد ته حواله كړي۔د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري هم په دې موقع موجود ؤ۔د كورنيو چارو وزير محسن نقوي د خېبر پښتونخوا پوليس آئي جي سره د ګاړو معائنه وكړه۔په دې موقع د كورنيو چارو وزير محسن نقوي ووئيل د خېبر پښتونخوا پوليس د ترهه ګرو په ضد جنګ كښې د وړومبي صف كردار ترسره كوي،كے پي كے پوليس افسران او ځوانانو په بهادرۍ فخر كوو۔محسن نقوي ووئيل د خېبر پښتونخوا پوليس پشمول ټول قانون نافذ كونكو ادارو له ضروري وسائل وركولو ته پام لرنه كوو۔










