حکومت د نجکارۍ عمل تندولو او مالي استحکام او کارکردګۍ ښه كولو له لوظي دے۔د خزاني وفاقي وزير محمد اورنګزيب

واشنګټن 18 اکتوبر (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي حکومت د نجکارۍ عمل تندولو او مالي استحکام او کارکردګۍ ښه كولو له لوظي دے۔د خاري په ورځ د د خزاني وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب واشنګټن ډي سي كښې د فِچ ريټنګز چارواكو سره ملاقات کړې۔د خزاني وفاقي وزير د پاکستان کريډټ ريټنګ B- …

واشنګټن 18 اکتوبر (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي حکومت د نجکارۍ عمل تندولو او مالي استحکام او کارکردګۍ ښه كولو له لوظي دے۔د خاري په ورځ د د خزاني وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب واشنګټن ډي سي كښې د فِچ ريټنګز چارواكو سره ملاقات کړې۔د خزاني وفاقي وزير د پاکستان کريډټ ريټنګ B- سره مستحکم آؤټ لك په وركولو د فِچ ريټنګز مننه وكړه۔د خزاني وفاقي وزير درې واړو لويو نړيوالو ريټنګ ايجنسيو درجه بندۍ كښې په همغږۍ د اطمينان څرګندونه وكړه۔د خزاني وفاقي وزير فِچ ډله د نړيوال مالياتي فنډ سره ترسره شوې اسټاف ليول معاهدے په اړه خبر کړه۔د خزاني وفاقي وزير د ټيکس نظام، توان ، نجکارۍ او سرکاري ادارو كښې په اصلاحات رڼا واچوله۔سينيټر محمد اورنګزيب فِچ ډله د چين مارکيټ كښې د پانډا بانډ اجرا عمل او امريکې انتظاميې سره تجارتي و ټيرف مذاکرات په اړه خبر كړه۔ملاقات په آخر كښې د خزاني وفاقي وزير د فِچ ډلي د پوښتنو ځوابونه هم وركړه۔