اسلام آباد 17اکتوبر(اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري سره پاكستان كښې د وفاقي جمهوريه المان سفير اينا لیپل د جمعې په ورځ په ايوان صدر كښې ملاقات كړے چې پكښې د پاكستان او المان دوه اړخيزه اړيكو٬تجارت او سرمايه كارۍ په وده د خيالاتو څرګندونه شوې۔د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت آصف علي زرداري پاكستان سره د المان اوږد مهاله شراكتداري او …
صدر مملكت آصف علي زرداري سره د المان سفير ملاقات٬دوه اړخيزه اړيكو٬تجارت او سرمايه كارۍ ته په وده د خيالاتو څرګندونه
اسلام آباد 17اکتوبر(اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري سره پاكستان كښې د وفاقي جمهوريه المان سفير اينا لیپل د جمعې په ورځ په ايوان صدر كښې ملاقات كړے چې پكښې د پاكستان او المان دوه اړخيزه اړيكو٬تجارت او سرمايه كارۍ په وده د خيالاتو څرګندونه شوې۔د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت آصف علي زرداري پاكستان سره د المان اوږد مهاله شراكتداري او موسمياتي اقدامات٬ د ميرمونو خپلواكه كولو٬سماجي تحفظ او بشري وسائلو پرمختګ په څانګو كښې د پرله پسې ملاتړ ستائنه وكړه۔ده د پاكستان-المان موسمياتي شراكتدارۍ لوظ نامې ته سمدستي حتمي شكل وركولو په ضرورت رڼا واچوله او وې وئېل دواړه هېوادونه د نړيوالو موسمياتي چېلنجونو مخ نيوي كښې شريك اهداف لري۔صدر مملكت پاكستان كښې د المان سرمايه كارۍ په خاص توګه د تجديد وړ توان٬انفارمېشن ټېكنالوجي او صنعتي څانګو كښې د مرستې هركلے وكړو او د پاكستان غېر ملكي سرمايه كارو لپاره په خاص مراعات يې هم د خيالاتو څرګندونه وكره۔ده ووئيل كراچۍ كښې پاكستان-المان چيمبر آف كامرس جوړېدو څخه به تجارتي او معاشي اړيكې لا ښه شي۔د دواړو هېوادونو ترمينځه د سټريټجك ډائيلاګ صدر مملكت د كال په آخر كښې د 6 م پراؤ په كوربتوب د المان د وړاندېز هركلے وكړو او سيمه ايزو او نړيوالز فورمز باندې د دوه اړخيزه مرستې مثبت رجحان يې و وستائېلو ۔صدر مملكت آصف علي زرداري افغان ري لوكيشن پروګرام كښې ستائنې لپاره د المان كردار هم تسليم كړو او اروپائي ائتلاف كښې د پاكستان جي ايس پي پلس اسټيټس لپاره د پرله پسې ملاتړ يې ستائنه وكړه ۔د المان سفير صدرمملكت آصف علي زرداري ته ووئيل پاكستان كښې دا زما په دريم ځل تعيناتي ده او د سفير په توګه دا زما دوهم ځل دے۔ما د دې نه وړاندې 2006 نه تر 2009 او بيا د كال 2015 نه تر 2019 پاكستان كښې خذمات ترسره كړي۔تعليم٬هنر مند افرادي قوت ٬ تګ راتګ او قونصل چارو په اړه هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔صدر مملكت په المان كښې د اعلٰی تعليم ترلاسه كوونكو پاكستانو زده كونكو زياته شوې شمېره باندې د اطمينان څرګندونه وكړه او فيملي ري يونين او بزنس ويزا كښې د تاخير په سمدستي حل يې زور راوړو۔










