صدر مملكت آصف علي زرداري سره متحده عرب امارات لپاره د پاكستان نومولي شوي سفير ملاقات

اسلام آباد 17اکتوبر(اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري سره متحده عرب امارات لپاره د پاكستان سفير شفقت علي خان په ايوان صدر كښې ملاقات كړے دے ۔صدر مملكت شفقت علي خان ته د هغه په نوې تعيناتۍ مباركي وركړه او د هغه پراخه سفارتي تجربه يې وستائېله۔د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د باور څرګندونه وكړه جې نومولے …

اسلام آباد 17اکتوبر(اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري سره متحده عرب امارات لپاره د پاكستان سفير شفقت علي خان په ايوان صدر كښې ملاقات كړے دے ۔صدر مملكت شفقت علي خان ته د هغه په نوې تعيناتۍ مباركي وركړه او د هغه پراخه سفارتي تجربه يې وستائېله۔د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د باور څرګندونه وكړه جې نومولے سفير به د پاكستان متحده عرب امارات سره ګڼ اړخيزه اړيكې لا قوي كړي۔صدر مملكت آصف علي زرداري د متحده عرب امارات سره د پاكستان اړيكې د هېواد خارجه پالېسۍ لپاره مهمې ګرځولو سره ووئېل د دواړو هېوادونو ترمينځهبه شريك تاريخ٬كلتور٬عقيده مضبوطې اولسي اړيكې قائم دي۔صدر مملكت متحده عرب امارات كښې د مېشته پاكستانو قيمتي كردار رامخې ته كړو كوم چې هلته تر ټولو لويې غېر ملكي كمونټيز كښې يو دي او دا د دواړو هېوادونو ترمينځه نه يوازې معاشي مرسته بلكې د ملګرتيا پل هم دے۔صدر مملكت پاكستان لپاره د متحده عرب امارات پرله پسې ملاتړ او سيمه ايز امن او استحكام ته ودې وركولو كښې تعميري كردار هم وستائېلو۔ده باور څرګند كړو چې سفير شفقت علي خان به په خلوص كار كولو سره دوه اړخيزه اړيكې نوې كچې ته ورسوي