صدر مملكت آصف علي زرداري ته څلور نوو غېر ملكي سفيرانو خپل اسناد وړاندې كړل

اسلام آباد 17اکتوبر(اے پی پی)پاكستان كښې د څلورو هېوادونو نوو سفيرانو ايوان صدر كښې راجوړې دستوره كښې صدر مملكت آصف علي زرداري ته خپل سفارتي اسناد وړاندې كړي دي ۔د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جمعې په ورځ جاري شوي بيان له مخې چې كومو سفيرانو سفارتي اسناد وړاندې كړي په هغوي كښې د کینیډا هائی کمشنر طارق علی خان، د جمهوریه لبنان سفیر عبدالعزیز عیسیٰ، د نیدرلینډز سفیر …

اسلام آباد 17اکتوبر(اے پی پی)پاكستان كښې د څلورو هېوادونو نوو سفيرانو ايوان صدر كښې راجوړې دستوره كښې صدر مملكت آصف علي زرداري ته خپل سفارتي اسناد وړاندې كړي دي ۔د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جمعې په ورځ جاري شوي بيان له مخې چې كومو سفيرانو سفارتي اسناد وړاندې كړي په هغوي كښې د کینیډا هائی کمشنر طارق علی خان، د جمهوریه لبنان سفیر عبدالعزیز عیسیٰ، د نیدرلینډز سفیر رابټ جان سیګرټ او د نیوزی لینډ نان ریزیډنټ هائي کمشنر ډیوډ پائن ( د کولمبو ميشته) شامل وو۔ ايوان صدر ته په راتګ قدرمندو سفيرانو ته د پاكستان وسله والو ځواكونو يوې چټك ډلې ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔نوو سفيرانو هركلي كولو سره صدر مملكت آصف علي زرداري هغوي ته په تعيناتۍ مباركي وركړه او دا باور يې څرګند كړو چې د هغوي تقرري به د پاكستان د هغوي هېوادونو سره دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كړي۔صدر مملكت د كاناډا سره د پاكستان پخوانۍ او د ملګرتيا په اړيكو رڼا اچولو سره اقتصادي٬تجارتي او د سرمايه كارۍ مرستې زياتولو په خاص توګه انفارمېشن ټېكنالوجۍ٬توان او معدنيات په څانګو كښې د مرستې په ضرورت زور راوړو۔ده د اولس نه تر اولس اړيكو اهميت رامخې ته كړو او په كاناډا كښې مېشته پاكستانو د دواړو هېوادونو ترمينځه د ښو اړيكو د ودې يې ستائېلنه وكړه ۔ د لبنان سفير سره په خبرو كښې صدر مملكت د لبنان حكومت او اولس سره د پاكستان د يو والي عزم څرګندونه وشوه او د اسرائيلي جارحيت په سختۍ سره غندنه وكړې شوه ۔ده د لبنان خپلواكۍ او سيمه ايز سالميت لپاره د پاكستان پرله پسې ملاتړ باوري كولو او دوه اړخيزه تجارت٬سكيورټي او ترهه ګرۍ په ضد مرستې زياتولو په ضرورت زور راوړو ۔ د نيدر لينډز سفير سره خپل ملاقات په مهال صدر مملكت دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو په اهميت په خاص توګه تجارت٬سرمايه كارۍ٬كركيلې او تعليم په څانګو كښې د مرستې زياتولو په ضرورت زور راوړو ۔ده د اوبو انتظام٬موسمياتي لچك او پائيدار پرمختګ پشان څانګو كښې د نيدر لينډ سره شراكتداري وستائېله او په پاكستان كښې د هالينډ سرمايه كاري زياتولو وړاندېز يې وركړو۔ د نيوزي لينډ نان ريزيډنټ هائي كمشنر سره خپلو خبرو كښې صدر مملكت د دواړو هېوادونو كامن ويلتھ شريك وارثت او جمهوري اقدار رامخې ته كړل۔ده د كركيلې٬لائيو سټاك٬كبانو نيولو او توان په څانګو كښې د مرستې زياتولو په امكانات رڼا واچوله او د پاكستان ګڼ اړخيزه اقدامات لپاره يې د نيوزي لينډ د ملاتړ ستائنه وكړه۔صدر مملكت څلورو واړو سفيرانو لپاره د كاميابې نيكې هيلې ولرلې چې د هغوي هڅې به د شريكې ګټې لپاره د قوي دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه شراكتدارو سبب وګرځي۔په دې موقع سينيټر شيري رحمان٬نديم مانډوي والا او خارجه سېكرټري هم موجود وو۔