اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار وئيلي دي چې د پاکستان په زړه پورې تشخص رامخې ته كول، نړيوالو روابطو ته پراختيا وركول، بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستانيانو ته سهولت رسول او د هېواد تجارت او د سېلګرۍ صلاحيت ته وده وركولو لپاره د پي آئي اے بيا رغونه ضروري ده۔ د نائب وزيراعظم دفتر لخوا د جاري بيان له مخې …
نائب وزيراعظم اسحاق ډار سره د پي آئي اے سي اي او عامر حيات وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار وئيلي دي چې د پاکستان په زړه پورې تشخص رامخې ته كول، نړيوالو روابطو ته پراختيا وركول، بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستانيانو ته سهولت رسول او د هېواد تجارت او د سېلګرۍ صلاحيت ته وده وركولو لپاره د پي آئي اے بيا رغونه ضروري ده۔ د نائب وزيراعظم دفتر لخوا د جاري بيان له مخې دا خبره خارجه وزير اسحاق ډار د پاکستان انټرنيشنل ايئر لائنز (پي آئي اے) چيف ايګزيکټو آفيسر (سي اي او) عامر حيات سره كړې چا چې دوي سره د نهې په ورځ ليدلي۔ په ملاقات كښې د قامي ايئرلائن د سباٶن په لائحه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ نائب وزيراعظم اسحاق ډار په دې خبره زور راوړو چې د پاکستان په زړه پورې تشخص رامخې ته كول، نړيوالو روابطو ته پراختيا وركول، بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستانيانو ته د سهولت رسول او د هېواد تجارت او د سېلګرۍ صلاحيت ته وده وركولو لپاره د پي آئي اے بيا رغونه ضروري ده۔ ده په كاركردګۍ كښې بهترۍ، د سروس معيار او د مالياتي استحکام زياتولو لپاره د جاري هلو ځلو هم جاج واخسو۔







