وفاقي وزير جام كمال خان په كوئټه كښې د اېف سي مركزي دفتر سره نزدې د بمي چاٶدنې غندنه وكړه

اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان په كوئټه كښې د فرنټيئر كانسټيبلري (اېف سي) هيډ كوارټر سره نزدې د بمې چاٶدنې غندنه كړې ده۔ د نهې په ورځ خپل بيان كښې وفاقي وزير دا بريد د ترهګرو بزدلانه كاروائي او د بلوچستان او پاكستان په امن او استحكام نېغ په نېغه بريد ګرځولے دے۔ ده په چاٶدنه كښې د بې ګناه وګرو …

اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان په كوئټه كښې د فرنټيئر كانسټيبلري (اېف سي) هيډ كوارټر سره نزدې د بمې چاٶدنې غندنه كړې ده۔ د نهې په ورځ خپل بيان كښې وفاقي وزير دا بريد د ترهګرو بزدلانه كاروائي او د بلوچستان او پاكستان په امن او استحكام نېغ په نېغه بريد ګرځولے دے۔ ده په چاٶدنه كښې د بې ګناه وګرو په زيان د افسوس څرګندونه كولو سره د شهيدانو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه كړې۔ وفاقي وزير په دې موقع د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره دعا هم وكړه۔

مزید خبریں