اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د پاكستان د پارلمان او اولس لخوا د عوامي جمهوريه چين صدر شي جن پنګ، وزيرِاعظم لي چيانګ، د سټينډنګ كميټي آف نيشنل پيپلز كانګريس چيئرمېن ژاؤ ليجي او اولس له په 76م يومِ تاسيس مباركي وركړې ده٬ هر كال د اكتوبر په وړومبۍ نيټه دا ورځ لمانځلې كېږي۔ د نهې په ورځ خپل د مباركۍ …
سپيكر سردار اياز صادق د پاكستان پارلمان او اولس لخوا د چين صدر، وزيراعظم او اولس له د عوامي جمهوريه چين په 76م يومِ تاسيس مباركي وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د پاكستان د پارلمان او اولس لخوا د عوامي جمهوريه چين صدر شي جن پنګ، وزيرِاعظم لي چيانګ، د سټينډنګ كميټي آف نيشنل پيپلز كانګريس چيئرمېن ژاؤ ليجي او اولس له په 76م يومِ تاسيس مباركي وركړې ده٬ هر كال د اكتوبر په وړومبۍ نيټه دا ورځ لمانځلې كېږي۔ د نهې په ورځ خپل د مباركۍ پېغام كښې سپيكر د چين عظيم لارښود ماؤزے تنګ ته په زيرك قيادت او شاندار خدماتو پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل چې ماؤزے تنګ لوے نړيوال طاقت جوړولو لپاره د چين بنياد اېښې او د نړۍ هېوادونو لپاره ئې د يو انقلابي ماډل په توګه وړاندې كړې۔ ده ووئيل چې جديد چين مثالي كاميابۍ نړۍ لپاره د لارې مشعال دے۔ سپيكر ووئيل چې پاك-چين دوستي په منطقه كښې امن، خوشحالي او استحكام زمونږ د مشتركه وژن عملي ثبوت دے۔ ده زياته كړه چې د پاكستان او چين بې مثاله دوستي په شريك باور٬ احترام او د مشتركه ګټو په بنياد روانه ده او د هر ازموئنې له مخې كار كوي۔







