پيپلز پارټي په مثبت سياست باور لري۔ نديم افضل چن

اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ د اطلاعاتو مرکزي سيکرټري نديم افضل چن وئيلي دي چې پاكستان د ټولو دے او اوبه، بجلي، ګاز، سره زر او وسائل د ټولو صوبو مشتركه دي۔ د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ نه بهر سيد آغا رفيع سره د پرېس كنفرنس په مهال ده ووئيل زما كورنۍ د كال 1926 راهسې د پنجاب په سياست كښې ده …

اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ د اطلاعاتو مرکزي سيکرټري نديم افضل چن وئيلي دي چې پاكستان د ټولو دے او اوبه، بجلي، ګاز، سره زر او وسائل د ټولو صوبو مشتركه دي۔ د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ نه بهر سيد آغا رفيع سره د پرېس كنفرنس په مهال ده ووئيل زما كورنۍ د كال 1926 راهسې د پنجاب په سياست كښې ده او په پنجاب كښې ئې د پيپلز پارټۍ بنياد اېښې٬ د پنجاب وزيراعليٰ ته زمونږ ګوند هم ووټ وركړې ٶ۔ نديم افضل چن ووئيل دا مهال اصلي اړتيا د سېلاب ځپلو بحالي ده٬ د څلور ملينه نه زيات خلق سېلاب ځپلې دي۔ ده ووئيل ورلډ بينك او اسيائي پرمختيائي بېنك بي آئي اېس پي سره مرسته كوي او د پارټۍ چيئرمين بلاول بھټو زرداري په امر ځپلو ته په سمدستي توګه 25 زره روپۍ وركولې كېږي۔ ده ووئيل مونږ د شهباز شريف احترام كوٶ٬ ھغه ټولو سره په ګډه د كار كولو خبره كوي۔ ده ووئيل چې پيپلز پارټي په مثبت سياست باور لري او چرته چې حكومت غلط كار كوي ھغه به خامخه په ګوته كولې شي۔

مزید خبریں