اردن، متحده عرب امارات، انډونیزیا، پاکستان، تُرکیه، سعودی عرب، قطر او مصر خارجه وزيرانو په غزه كښې د جنګ ختمولو لپاره د امریکې صدر هڅي ستائلي دي ۔ خارجه وزارت

اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) اردن، متحده عرب امارات، انډونیزیا، پاکستان، تُرکیه، سعودی عرب، قطر او مصر خارجه وزيرانو په غزه كښې د جنګ ختمولو لپاره د امريكې صدر ډونلډ جے ټرمپ مخلصانه هڅي ستائلو سره وئيلي چې د امريكې صدر د امن لاري لټولو صلاحیت لري۔د خارجه وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې شريك بيان كښې د دې هېوادونو خارجه وزيارنو سيمه كښې امن لپاره …

اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) اردن، متحده عرب امارات، انډونیزیا، پاکستان، تُرکیه، سعودی عرب، قطر او مصر خارجه وزيرانو په غزه كښې د جنګ ختمولو لپاره د امريكې صدر ډونلډ جے ټرمپ مخلصانه هڅي ستائلو سره وئيلي چې د امريكې صدر د امن لاري لټولو صلاحیت لري۔د خارجه وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې شريك بيان كښې د دې هېوادونو خارجه وزيارنو سيمه كښې امن لپاره د امریکا سره د شراکت دارۍ په اهمیت زور راوړې۔خارجه وزيرانو د صدر ټرمپ د دې اعلان هركلے كړې چې پكښې هغه د جنګ ختمولو، غزه تعمیرِ نو، فلسطینیانو په زبردستۍ بے دخلی مخنيوي او كوټلي امن ودې تجویز وركړې دے،خارجه وزيرانو د امریکې صدر د دې اعلان هم هركلے كړې چې هغه لويديزې غاړي الحاق اجازه نه وركوي۔ بیان له مخې خارجه وزيرانو د دې امر پخلے كړې چې لوظنامې ته زر تر زره حتمی شکل وركولو او په هغې عملدرآمد باوري كولو له امریکا او ټولو ډلو سره مثبت او تعمیری خبرو اترو له چمتو يو دغسې چې د سيمې اولس لپاره امن، سلامتیا او استحکام باوري شي۔دوي د دې شريك عزم پخلے وكړو چې امریکا سره په ګډه غزه كښې د جنګ ختولو لپاره به په يوه كوټلي لوظنامه كار كوو كوم به چې غزه په لويه توګه انسانی امداد غير د څه رکاوټ ترسیل باوري كوي،د فلسطینیانو بے دخلۍ مخنيوې به كوي،د نيولې شوي كسانو راخوشي كول به باوري كوي،داسې سکیورټی میکنزم به جوړولې شي كوم به چې د ډلو د سلامتیا ضمانت وركوي،د اسرائیل بشپړه انخلا به ممکن كوي،د غزه تعمیر نو به كوي او يو داسې منصفانه امن لاره به جوړي چې بنياد ئې د دوه رياستي حل په بنیاد وي۔

مزید خبریں