صدرِ مملکت آصف علی زرداری په کوئټه كښې د فتنه الخوارج ځانمرګي بريد غندنه وكړه،په وخت او كوټلي کارروائی كولو ئې امنيتي ځواكونو پيرزوئنې وړاندې كړې

اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) صدرِ مملکت آصف علی زرداری په کوئټه كښې د فتنه الخوارج ځانمرګي بريد غندنه كولو سره وئيلي چې د فتنه الخوارج او هند په ایجنډا كار كونكې عناصر د پاکستان امن و استحکام ته زيان نه شي رسولې۔د نهې په ورځ د ایوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملکت امنيتي ځواكونو ته پھ وخت او كوټلې کارروائی …

اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) صدرِ مملکت آصف علی زرداری په کوئټه كښې د فتنه الخوارج ځانمرګي بريد غندنه كولو سره وئيلي چې د فتنه الخوارج او هند په ایجنډا كار كونكې عناصر د پاکستان امن و استحکام ته زيان نه شي رسولې۔د نهې په ورځ د ایوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملکت امنيتي ځواكونو ته پھ وخت او كوټلې کارروائی كولو پيرزوئنې وړاندې كړې دي او د ژوبل اېف سی ځوانانو زر روغتيا له ئې دعا اوكړه۔ده ووئيل د هند په ايجنډا كار كونكو عناصرو ناوړه عزائم به ناكامه كولې شي۔ صدرِ مملکت ووئيل نړيواله او سيمه ايزه منظرنامه د پاکستان مخالف ریاستونو او د هغوې د پراکسیز په ضد بدليږي ځكه هغوې د مایوسۍ او بوکھلاهټ ښکار دي۔ آصف علی زرداری د دې عزم څرګندونه وكړه چې پاکستان،اولس او امنيتي ځواكونه به شاءالّله غالب كيږي۔

مزید خبریں