لندن 29 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په غزه كښې جنګ بندۍ لپاره د امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ د 20 نکاتي پلان هركلي كولو سره وئيلي دي چې په منطقه كښې سياسي استحکام او معاشي پرمختګ لپاره د فلسطينيانو او اسرائيل ترمېنځه تل پاتې امن ضروري دے۔ د ګل په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې وزيراعظم ووئيل زه د صدر ډونلډ ټرمپ د 20 نکاتي پلان هركلې د …
وزيراعظم په غزه كښې جنګ بندۍ لپاره د امريکائي صدر د 20 نکاتي پلان هركلے وكړو٬ په منطقه كښې سياسي استحکام او معاشي پرمختګ لپاره د فلسطينيانو او اسرائيل ترمېنځه تل پاتې امن ضروري دے۔ شهباز شريف

مزید خبریں
لندن 29 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په غزه كښې جنګ بندۍ لپاره د امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ د 20 نکاتي پلان هركلي كولو سره وئيلي دي چې په منطقه كښې سياسي استحکام او معاشي پرمختګ لپاره د فلسطينيانو او اسرائيل ترمېنځه تل پاتې امن ضروري دے۔ د ګل په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې وزيراعظم ووئيل زه د صدر ډونلډ ټرمپ د 20 نکاتي پلان هركلې د كوم مقصد چې په غزه كښې د جنګ خاتمه باوري كول دي۔ ده ووئيل زه دا هم باور لرم چې د فلسطينيانو او اسرائيل ترمېنځه تل پاتې امن په منطقه كښې سياسي استحکام او معاشي پرمختګ لپاره ضروري دے۔ ده ووئيل زه پوخ باور لرم چې صدر ټرمپ په بشپړه توګه چمتو دے چې دا ضروري او اهمه معامله په سمدستي توګه حقېقت جوړولو لپاره هر ډول ممكنه مرسته وكړي۔ وزيراعظم ووئيل زه د صدر ټرمپ قيادت او د خاص استازي سټيو وټکوف د دې جنګ خاتمې لپاره په كردار لوبولو دوي ته پېرزوئنې وړاندې كوم٬ په منطقه كښې د اوږدې مودې امن لپاره په دوه رياستي تجويز عملدرامد ضروري دے







