پاكستان كښې 80 زره نه زيات خلق د ترهه ګرۍ ښكار شوي٬ پي ټي آئي په ايوان كښې د خوارجو په حق كښې احتجاج او تقريرونه كوي٬ بايد نوټس وااخستې شي۔ د قانون وفاقي وزير

اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئېلي دي چې پاكستان كښې 80 زره نه زيات خلق د ترهه ګرۍ ښكار شوي٬پي ټي آئي په ايوان كښې د خوارج په حق كښې احتجاج او تقريرونه كوي٬ بايد نوټس واخستې شي۔ د ګل په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د اپوزېشن لخوا پخوانۍ فاټا كښې د آپرېشن په مهال احتجاج او نعره …

اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئېلي دي چې پاكستان كښې 80 زره نه زيات خلق د ترهه ګرۍ ښكار شوي٬پي ټي آئي په ايوان كښې د خوارج په حق كښې احتجاج او تقريرونه كوي٬ بايد نوټس واخستې شي۔ د ګل په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د اپوزېشن لخوا پخوانۍ فاټا كښې د آپرېشن په مهال احتجاج او نعره بازي وكړی شوه۔ په دې د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ ووئيل چې دوي د قواعد خلاف ورزي كوي٬ دا ډرامه او لوبه ده او مونږ ټول دلته خاموش ناست يو٬ نيم پاكستان په سېلاب كښې ډوب شوې او بلخوا زمونږ د 80 زره نه زياتو خلقو ترهه ګرۍ په ضد قربانۍ وركړې دي او دا خلق دلته خوارج سره ولاړ او د هغوي لپاره تقريرونه كوي او مونږ ټول يې تماشه كوٶ٬ دوي له دا ډرامه بندول پكار ده او لاړ دې شي اولس له دې ځواب وركړي

مزید خبریں