د او جي ډي سي ايل آپريشنل او په مالياتي كاركردګي كښې ښه والې نيغ په نېغه بهتر ګورننس سره تړلې ده۔ د پټروليم وفاقي وزير

اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د پټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك د پټروليم څانګې پائيداري باوري كولو او ضروري ساختي اصلاحاتو لپاره د بشپړه ملاتړ باوري كولو سره وئيلي دي چې حكومت اي اينډ پي كمپنو ته به د زيات صلاحيت له مخې د كار كولو او سرمايه كاري راغب كولو لپاره هر ډول ممكنه سهولت وركوي دغسې چې دا څانګه مستحكم او تل پاتې جوړه كړې …

اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د پټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك د پټروليم څانګې پائيداري باوري كولو او ضروري ساختي اصلاحاتو لپاره د بشپړه ملاتړ باوري كولو سره وئيلي دي چې حكومت اي اينډ پي كمپنو ته به د زيات صلاحيت له مخې د كار كولو او سرمايه كاري راغب كولو لپاره هر ډول ممكنه سهولت وركوي دغسې چې دا څانګه مستحكم او تل پاتې جوړه كړې شي۔ د پټروليم ډويژن وياند لخوا د جاري بيان له مخې دا خبره ده د ګل په ورځ د آئل اينډ ګيس ډويلپمنټ كمپني لميټډ (او جي ډي سي اېل) منيجنګ ډائريكټر او سينئر ايګزيكټوز غړو سره په ملاقات كښې كړې۔ په غونډه كښې د اړوند چارو په بېلا بېلو اړخونو د خيالاتو څرګندونه وشوه او د او جي ډي سي اېل په عملي هلو ځلو او په پېداوار كښې جامع لائحه او بهترۍ په اړه بريفنګ هم وركړې شو۔

مزید خبریں