اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ كمال وئيلي دي چې د پاكستان نرسنګ كونسل د بشپړه ډيجيټلائزيشن پرېكړه شوې ده۔ دا خبره ده د پاكستان نرسنګ كونسل په اړه په مهمه غونډه كښې كړې۔ ده ووئيل د كونسل ټولې چارې دې زر تر زره كمپيوټرائزډ كړې شي٬ انساني مداخلت كمولو سره دې مېرټ او سپېځتيا باوري كړې شي٬ مونږ به د نرسنګ څانګې …
د پاكستان نرسنګ كونسل د بشپړه ډيجيټلائزيشن پرېكړه شوې ده۔ د وفاقي وزير مصطفيٰ كمال پاكستان نرسنګ كونسل په اړه غونډه كښې خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ كمال وئيلي دي چې د پاكستان نرسنګ كونسل د بشپړه ډيجيټلائزيشن پرېكړه شوې ده۔ دا خبره ده د پاكستان نرسنګ كونسل په اړه په مهمه غونډه كښې كړې۔ ده ووئيل د كونسل ټولې چارې دې زر تر زره كمپيوټرائزډ كړې شي٬ انساني مداخلت كمولو سره دې مېرټ او سپېځتيا باوري كړې شي٬ مونږ به د نرسنګ څانګې د لاسه وركړې شوې وقار بحالوٶ او پاكستان نرسنګ كونسل به يو جديد، موثره او د نړيوال معيار اداره جوړوٶ۔ ده ووئيل د نرسنګ څانګه د روغتيا په څانګه كښې ډېر اهميت لري٬ د نهه لكه نرسز كمې رامخې ته دې۔ ده ووئيل چې دا مهال په ګرده نړۍ كښې نزدې 25 لكه د كواليفائيډز كمې دے ٬ ده ووئيل چې د نرنسګ څانګې قوي كولول لپاره به كوټلې او موثره اقدامات كوٶ۔ په غونده كښې د صحت وفاقي سيكرټري او ايډيشنل سيكرټري هم موجود ٶ۔







