اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د قومی اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د قومی اسمبلۍ غړي او جمعیت علماء اسلام مرکزی سیکرټری جنرل مولانا عبدالغفور حیدری کور ته لاړو او هغه سره ئې ملاقات وكړو،ده د مولانا عبدالغفور حیدری سره د هغه د خواښي او ورندار په مړينه لاس نيوه وكړه۔د قومی اسمبلۍ سیکرټريټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې په دې موقع ده د عبدالغفور حیدری …
ایاز صادق د مولانا عبدالغفور حیدری کور ته لاړو،عبدالغفورحیدری سره ئې د خواښي او ورندار په مړينه لاس نيوه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د قومی اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د قومی اسمبلۍ غړي او جمعیت علماء اسلام مرکزی سیکرټری جنرل مولانا عبدالغفور حیدری کور ته لاړو او هغه سره ئې ملاقات وكړو،ده د مولانا عبدالغفور حیدری سره د هغه د خواښي او ورندار په مړينه لاس نيوه وكړه۔د قومی اسمبلۍ سیکرټريټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې په دې موقع ده د عبدالغفور حیدری سره د هغه د خواښي او ورندار بخښني لپاره فاتحه خوانی وكړه۔سپیکر سردار ایاز صادق ووئيل په دې سخت وخت كښې د غمجني كورنۍ په غم كښې شريك يو ۔ ده دعا اوكړه چې لوے څښتن دې ارواښادو له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجني كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔







