اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د سېلاب ځپليو مرستي لپاره د چين د اړخه د مرستي سامان دوه الوتكي پاکستان ته رارسيدلې دي۔د اتوار په ورځ د اين ډي اېم اے د اړخه جاري شوې بيان له مخې د دوه پروازونو د لارې 300 خيمے او 9 زره کمبلي د چين څخه نور خان ايئر بيس ته رارسيدلې دي،د کشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير …
د سېلاب ځپليو مرستي لپاره د چين د اړخه د مرستي سامان دوه الوتكي پاکستان ته راورسيدلې

مزید خبریں
اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د سېلاب ځپليو مرستي لپاره د چين د اړخه د مرستي سامان دوه الوتكي پاکستان ته رارسيدلې دي۔د اتوار په ورځ د اين ډي اېم اے د اړخه جاري شوې بيان له مخې د دوه پروازونو د لارې 300 خيمے او 9 زره کمبلي د چين څخه نور خان ايئر بيس ته رارسيدلې دي،د کشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام او د اين ډي اېم اے چيئرمېن ليفټيننټ جنرل انعام حيدر ملك د مرستي پروازونو هركلے وكړو،دستوره كشې د په پاکستان كښې د چين سفير هم ګډون وكړو۔په دې موقع د کشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام ووئيل د چين په وخت مرسته د پاك چين لازوال ملګرتيا عکاسي كوي،د وزيراعظم د هدايت له مخې حکومتي ادارے او اين ډي ايم اے ځپليو له ريليف وركولو لپاره هلي ځلي كوي، چين چري هم په سخت وخت كښې پاکستان يواځې نه دې پرېښودلې۔







