اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د پاك پوځ په وخت كارروائي له امله په باجوړ كښې د مائن په چاؤدنه كښې ځپلې شوي ماشومان بچ كړې شوي، پوليس او اړوندو ادارو د پېښې ځائې محاصره كولو سره شواهد راجمع كړې دي۔ تفصيلاتو له مخې د باجوړ لغړئي سيمه كښې د فتنه الخوارج پرېښودلې شوي مائن چاؤدلو په نتيجه كښې 3 ماشومان شهيدان شوي او 5 ژوبل شوې ؤ، …
پاك پوځ په وخت كارروائي ، باجوړ كښې د مائن په چاؤدنه كښې ځپلې شوي ماشومان بچ كړې شول

مزید خبریں
اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د پاك پوځ په وخت كارروائي له امله په باجوړ كښې د مائن په چاؤدنه كښې ځپلې شوي ماشومان بچ كړې شوي، پوليس او اړوندو ادارو د پېښې ځائې محاصره كولو سره شواهد راجمع كړې دي۔ تفصيلاتو له مخې د باجوړ لغړئي سيمه كښې د فتنه الخوارج پرېښودلې شوي مائن چاؤدلو په نتيجه كښې 3 ماشومان شهيدان شوي او 5 ژوبل شوې ؤ، د مائن چاؤدلو د افسوس وړ دا پېښه په 27 ستمبر رامخې ته شوې وه، ماشومانو د فتنه الخوارج پرېښودلې شوي موادو سره لوبي كولې چې مائن وچاؤدلو،په وخت كارروائي كولو سره پاك پوح ژوبل شوې ماشومان د چورلكي د لارې پېښور ته ورسول،د ژوبل ماشومانو درملنه د پاك پوځ ماهر ډاكټرانو په نګرانۍ كښې د پېښور سي ايم ايچ كښې روانه ده، پوليس او اړوندو ادارو د بېښې ځائې محاصره كولو سره شواهد راجمع كړي،دا پېښه ثبوت دے چې فتنه الخوارج په سيمه كښې څه ډول خطرناك مائنونو جال خپروي، فتنه الخوارج تير وخت كښې هم جوماتونه او كورونه ډھال جوړولو سره د ترهه ګرۍ كاروائي كړې دي، وادي تيراه كښې هم فتنه الخوارج ذخيره شوې مائنونو مواد چاؤدلو سره بے ګناه وګړي او ماشومان شهيدان او 14 ترهه ګر وژلې شوي ؤ، د اولس په مرسته به امنيتي ځواكونه او اړوندي اداري باجوړ د فتنه الخوارج خطرو څخه ډير زر پاك كړي۔







