معلوماتو تر رسنه نه يواځې يو جمهوري حق بلكه شفافيت، ځواب وركولو او عوامي اختيار لپاره يوه قوي ذريعه هم ده،مونږ له به د معلومات تر رسني حفاظت لپاره په ګډه كار كول وي۔وزير اعظم محمد شهباز شريف

اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل معلوماتو تر رسنه نه يواځې يو جمهوري حق بلكه شفافيت، ځواب وركولو او عوامي اختيار لپاره يوه قوي ذريعه هم ده،مونږ له به د معلومات تر رسني حفاظت لپاره په ګډه كار كول وي۔وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د معلوماتو تر رسني نړيوالي ورځ په موقع په خپل پيغام كښې وزيراعظم ووئيل …

اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل معلوماتو تر رسنه نه يواځې يو جمهوري حق بلكه شفافيت، ځواب وركولو او عوامي اختيار لپاره يوه قوي ذريعه هم ده،مونږ له به د معلومات تر رسني حفاظت لپاره په ګډه كار كول وي۔وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د معلوماتو تر رسني نړيوالي ورځ په موقع په خپل پيغام كښې وزيراعظم ووئيل حكومت پاكستان هر وګړې د دې بنيادي حق غير متزلزل توثيق كوي چې د معلوماتو لټون، وصولي او ترسيل وكړي۔د معلوماتو تر رسنه نه يواځې يو جمهوري حق دے بلكه شفافيت،ځواب وركول او اولسي خپلواكۍ لپاره يو قوي ذريعه هم ده۔د نن په خپلو كښې تړلي نړۍ كښې د معلوماتو آزادانه بهاؤ نه يواځې يوه ښه حكمراني قوي كوي بلكه سماجي شموليت ته وده وركوي او رياست او د وګړو ترمينځه د اعتماد فضا جوړوي۔ده ووئيل خبر لرونكي ټولنې د لارې قومونه د امن، انصاف او كوټلي پرمختګ پلو مخ په وړاندې تللې شي۔ده ووئيل پاكستان د قانون سازۍ او اداره جاتي اصلاحات د لارې د وګړو د معلوماتو حق ضمانت لپاره كوټلي ګامونه پورته كړي۔مونږ ميرمنو،ځوانانو او پسمانده طبقو پشمول د ټولني ټولو طبقو له په ډيجيټل دور كښې د معلوماتو تر رسني څخه مستفيد كولو له لوظي يو۔ده ووئيل د پاكستان انفارمېشن كمېشن تر حق رسني قانون 2017 ترمخه يو ايك جزوي عدالتي فورم دے، كوم چې معلومات تر رسنه وركوي او د وګړو د ګيلو آزاله كوي۔ وزيراعظم ووئيل اولسي ريكارډ محفوظولو او هغې ته تر رسنه آسانولو له ډيجيټائزيشن عمل ههم پېل شوے۔ده ټولو اسټيك هولډرز پشمول حكومتي ادارو، سول سوسائټي، ميډيا، او ټيكنالوجي پليټ فارمز ته اپيل وكړو چې يو زيات پراخه ، شفاف، او په علم اډانه ټولنه جوړولو له كار وكړي۔داسې كولو سره مونږ خپل وګړي خپلواكه كولې شو،خپل جمهوريت قوي كولې شو او پاكستان د پرمختګ او سوكالۍ پلو مزل تندولې شي۔ده ووئيل د نن ورځ په مناسبت سره به مونږ له د دې عزم پخلے كول وي چې د ټولو د ګټو لپاره معلومات تر نړيوالي رسني حفاظت او د هغې ودې له كار وكړو۔

مزید خبریں