اسلام آباد 27 ستمبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي چې سېلګري د كوم هم هېواد معاشي، سماجي او ثقافتي پرمختګ كښې د ملا د تير حيثيت لري، پاكستان كښې د سېلګرغ ودې سره به نه يواځې معيشت مستحكم او د روزګار موقعې پيدا شي بلكه اولسي سوكالي به هم زياته شي او د نړۍ په وړاندې به د پاكستان مثبت او روښانه تشخص …
سېلګري د كوم هم هېواد معاشي، سماجي او ثقافتي پرمختګ كښې د ملا د تير حيثيت لري،د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني

مزید خبریں
اسلام آباد 27 ستمبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي چې سېلګري د كوم هم هېواد معاشي، سماجي او ثقافتي پرمختګ كښې د ملا د تير حيثيت لري، پاكستان كښې د سېلګرغ ودې سره به نه يواځې معيشت مستحكم او د روزګار موقعې پيدا شي بلكه اولسي سوكالي به هم زياته شي او د نړۍ په وړاندې به د پاكستان مثبت او روښانه تشخص رامخې ته شي۔د خالي په ورځ د سېلګرغ نړيوالي ورځ په موقع په خپل پيغام كښې ده ووئيل پاكستان د خپلي جغرافيائي تنوع، قدرتي ښكلا،پخواني تهذيبونو او مذهبي او كلتوري ورثے په وجه د ټولي نړۍ سېلګرۍ لپاره زړه راښكونكې مركز دے۔ د پاكستان پهچان يواځې دنګ غرونه، صحراګاني او تر ساحلي پټو محدود نه بلكه وادي كالاش روايات، ګندھارا تهذيب شان و شوكت او كرتارپور كوريډور په شان روحاني مركزونه هم پاكستان له په ټوله نړۍ كښې بېل مذهبونو او كلتورونو لپاره منفرد او مهم ځائې وركوي۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل حكومت مذهبي سېلګرۍ ودې له ويزا پاليسي معارف كړي او دا اقدامات نه يواځې د مذهبونو ترمينځه همغږۍ او روادارۍ ته وده وركولو بلكه پاكستانامناكه، ميلمه دوست او ذمه واره رياست عكس نړۍ ته وړاندې كوي۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل موجوده پارليمنټ كوټلي سېلګرۍ ودې له لوظي دے دغسې چې معاشي پرمختګ، سماجي انصاف، ثقافتي همغږي او قومي اتحاد باوري شي۔







