ډي جي آئي ايس پي آر احمد شريف چوهدري جامعه عروۃ الوثقيٰ لاهور علماﺀ او زدكونكو سره خصوصي ناسته كښې ګډون،زدكونكو د آپريشن بنيان مرصوص په تاريخي فتح پاك پوځ ته پيرزوئنې وړاندې كړي

اسلام آباد 27 ستمبر (اے پي پي) د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې (آئي اېس پي آر ) ډائريكټر جنرل ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري جامعه عروۃ الوثقيٰ لاهور علماﺀ او زدكونكو سره خصوصي ناسته كښې ګډون وكړو ٬ د آئي اېس پي آر ډي جي جامعه عروۃ الوثقيٰ ته په راتګ مدير اعلي او زدكونكو د هغه تود هركلے وكړو۔ تفصيلاتو له مخې مدير اعليٰ جامعه عروۃ الوثقيٰ …

اسلام آباد 27 ستمبر (اے پي پي) د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې (آئي اېس پي آر ) ډائريكټر جنرل ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري جامعه عروۃ الوثقيٰ لاهور علماﺀ او زدكونكو سره خصوصي ناسته كښې ګډون وكړو ٬ د آئي اېس پي آر ډي جي جامعه عروۃ الوثقيٰ ته په راتګ مدير اعلي او زدكونكو د هغه تود هركلے وكړو۔ تفصيلاتو له مخې مدير اعليٰ جامعه عروۃ الوثقيٰ سيد جواد نقوي قومي شعور بيداري د نوي نسل لپاره لازمي وګرځوله، زدكونكو د آپريشن بنيان مرصوص په تاريخي فتح پاك پوځ ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔زدكونكو د خيالاتو څرګندوني سره ووئيل په سوشل ميډيا چليدونكې منفي ډنډورے په اړه ټول شك او شبهات لري شوې دي، پاك پوځ زمونږ آن، فخر او شان دے، د ټول قوم پشمول ديني مكاتبِ فكر هم د خپل پوځ سره ولاړ دې۔

مزید خبریں