نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار تركيې ته د او آئي سي د خارجه وزيرانو كونسل په چيئرمين شپ مباركي وركړه

اسلام آباد 27 ستمبر(اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار تركيې ته د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل د چيئرمين شپ په سنبهالولو مباركي وركړې ده او سيكرټري جنرل حسين ابراهیم طٰه پشمول يې د او آئي سي سېكرټرېټ خذمات وستائېل ٬ ده اسلامي نړۍ ته د پیښو چېلنجونو ٬فلسطين كښې د روانې نسل كشۍ په مخ نيوي ٬ د مقبوضه جمو كشمير صورتحال …

اسلام آباد 27 ستمبر(اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار تركيې ته د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل د چيئرمين شپ په سنبهالولو مباركي وركړې ده او سيكرټري جنرل حسين ابراهیم طٰه پشمول يې د او آئي سي سېكرټرېټ خذمات وستائېل ٬ ده اسلامي نړۍ ته د پیښو چېلنجونو ٬فلسطين كښې د روانې نسل كشۍ په مخ نيوي ٬ د مقبوضه جمو كشمير صورتحال ٬ د زياتې شوې اسلاموفوبيا او د ترهه ګرۍ په ضد په سمدستي او مؤثر اقدامات زور راوړو۔د جمعې په ورځ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د اسلامي مرستې تنظيم(او آئي سي)خارجه وزيرانو كلن رابطه غونډې ته د خطاب كولو په مهال ووئيل چ اسلامي نړۍ د فلسطين او كشمير مسئلو پشمول سنګين چېلنجونو سره مخ ده٬او آئي سي له به اتحاد او عزم سره انصاف٬اصول او رېښتيا له غږ پورته كول وي۔په غزه كښې د فلسطين په اولس شوي ظلمونه د نسل كشۍ برابر دي٬او آئي سي دې سمدستي او په مستقل جنګ بندۍ٬ د اسرائيلي ځواكونو وتلو او د بشري مرستې د كوم تعطل نه غېر وركړې لپاره فشار واچوي٬پاكستان د يو آزاد او خپلواكه فلسطيني رياست جوړولو بشپړ ملاتړ كوي٬ كوم چې د 1967 څخه په وړاندې پولو اډانه وي او القدس الشريف د يې دارالحكومت وي۔ اسحاق ډار د جمو كشمير په اولس روان هندي ظلمونه رامخې ته كولو سره ووئېل د 5 اګست 2019 غېر قانوني اقدامات نه پس په كشميريانو جبر نور هم زيات شوے۔ده ووئيل هند دې خپلو ظالمانه قوانين منسوخ كولو٬ د سياسي بنديوانو خوشې كولو او كشميري اولس له د سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د حق خود اراديت وركولو ته مجبور كړے شي۔ده په 7 مئي 2025 د پاكستان په ضد د هندي جارحيت غندنې كولو سره ووئېل په دې بريد كښې 54 بې ګناه وګړي شهيدان شوي خو پاكستان د خپلې دفاع حق كارولو سره متناسب او موثر ځواب وركړے او د دوست هېوادونو سهولت كارۍ څخه جنګ بندي د “پوزېشن آف اسټرينتھ”سره قبوله كړی شوه ۔ده د او آئي سي هڅو ستائېلو سره ووئېل اوس به هر كال 15 مارچ د اسلامو فوبيا په ضد د نړيوالې ورځې په توګه لمانځلې كېږي او ملګرو ملتونو په دې لړ كښې خاص استازے هم تعينات كړے۔ده ووئيل پاكستان د ترهه ګرۍ لعنت تر ټولو زيات ښكار پاتې شوے٬ د 80 زره څخه د زياتو ځانونو قربانۍ وركړي شوې او د 150 ارب ډالر څخه زيات معاشي زيان شوے ۔دخارجه وزير اسحاق ډار زور راوړو چې او آئي سي له به د ترهه ګرۍ هر شكل په ضد يو كيدل وي۔ده ووئيل پاكستان پرامن٬مستحكم او خوشحال افغانستان لپاره د ټولو هلو ځلو ملاتړ به روان ساتي٬خو افغان عبوري حكومت له بشري حقونه ٬سياسي شموليت او ترهه ګرۍ مخ نيوي په اړه خپلې ذمه وارۍ پوره كول پكار دي۔ده د او آئي سي په يو منصفانه نړيوال نظام جوړولو كښې د موثر كردار په ادا كولو زور راوړولو سره ووئېل تنظيم له معاشي بحالي٬ د اېس ډي جيز حصول٬ د ماحولياتي بدلون چېلنجونو او نړيوال مالياتي او تجارتي ډهانچو كښې انصاف لپاره شريك دريح خپلول پكار دي۔ده سلامتي كونسل كښې د پاكستان اوسنې كردار رامخې ته كولو سره ووئېل پاكستان د اسلامي نړۍ ټول شريك مقاصد په موثره ډول رامخې ته كړې۔ده ووئيل راتلونكي نسلونه به زمونږ خطابات نه بلكې زمونږ اقدامات ياد ساتي٬ځكه اسلامي نړۍ له به د انصاف تر قيام متحد پاتې كېدل وي۔

مزید خبریں