مونږ جنګ ګټلے اوس امن ګټل غواړو٬ هند سره د ټولو مسئلو حل لپاره جامع او د ګټورو خبرو له چمتو يوو٬ غزه كښې د جنګ بندۍ لاره به جوړول وي۔ د وزيراعظم شهباز شريف د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وېنا

نيويارك 26 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف هند سره په حل طلب ټولو مسئلو جامع او د ګټورو خبرو له د خوښۍ څرګندونې سره وئيلي دي د پاکستان په ختيز محاذ د بې دليله جارحيت پرېكنده ځواب وركړے شوے٬ د دښمن كبر خاورې كړے شو او په ذلت سره ستون شو، پاکستان جنګ ګتلے٬ اوس مونږ د امن ګټلو خوښي لرو، صدر ټرمپ د سولې عملبردار دے، كه …

نيويارك 26 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف هند سره په حل طلب ټولو مسئلو جامع او د ګټورو خبرو له د خوښۍ څرګندونې سره وئيلي دي د پاکستان په ختيز محاذ د بې دليله جارحيت پرېكنده ځواب وركړے شوے٬ د دښمن كبر خاورې كړے شو او په ذلت سره ستون شو، پاکستان جنګ ګتلے٬ اوس مونږ د امن ګټلو خوښي لرو، صدر ټرمپ د سولې عملبردار دے، كه صدر ټرمپ په وخت او پرېكنده مداخلت نه ؤ كړے نو د مكمل جنګ نتيجې به د تباهۍ وړ وې، د سندھ طاس تړون څخه سرغړونه د جنګ اعلان برابر ده، په مقبوضه جمو او کشمير كښې به د هند جبر او ظلم ډېر زر ختم شي٬ غزه كښې اسرائيل نه بيانېدونكې ترهګري كړې ده٬ د سمدستي جنګ بندۍ لاره به جوړول وي، فلسطين له به اوس آزادېدل وي، پاکستان په بهرنۍ سرپرستۍ كښې كېدونكې ترهګرۍ سره مخ دے٬ ترهګرې ډلې افغان خاورې څخه كاروائۍ كوي٬ د افغانستان عبوري حكومت دې د ترهګرو ډلو په ضد موثره كاروائۍ وكړي٬ پاکستان د موسمياتي بدلون لويو زيانونو سره مخ دے، د موسمياتي بدلون په سبب اخستلے شوے پور معيشت لپاره د تباهۍ دے، مونږ به خواري كوٶ٬ هېواد به پخپلو پښو اودروٶ او پاكستان به يو عظيم هېواد جوړوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 80مې غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم د جنرل اسمبلي نوي ټاكلې شوي صدر ته د عمومي اسمبلي د 80مې غونډې په مشرۍ سنبھالولو مبارکې او د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوتريش ته په سختو حالاتو كښې په جراتي قيادت كولو پېرزوئنې وړاندې كړې۔ وزيراعظم ووئيل اوسنۍ نړۍ د وړاندې نه څو چنده زياته پېچلې ده٬ شخړې په زياتېدو دي٬ د نړيوال قوانين په جار خلاف ورزۍ روانې دي٬ بشري بحران په زياتېدو دے٬ ترهګري يو لويې چېلنج دے٬ ډس انفارمېشن او فېك نيوز باور كمزورے كوي، د وسلې بې واګو زغل او نوې ټيکنالوجيز د تباۍ راوستونكو تېروتنو خطر زياتوي ٬ موسمياتي بدلون زمونږ بقا او د پاكستان په څېر هېوادونو لپاره خطر ګرځېدلے٬ ګڼ اړخيزه نظام اوس انتخاب نه بلكې زمونږ ضرورت جوړ شوے٬ د پاکستان خارجه پاليسي كومه چې د قائداعظم محمد علي جناح د وژن له مخې چلېږي٬ بنياد په امن٬ شريك احترام او په مرسته اډانه دے٬ مونږ ګڼو چې د شخړو سولئيز حل خبرو اترو او د سفارتكارۍ د لارې ممكن دے۔ وزيراعظم ووئيل تېر كال په دې ډګر ما خبردارے وركړے ٶ چې پاكستان به د هر ډول يرغل پرېكنده ځواب وركوي٬ زما خبره رښتيا شوه٬ كومه چې كاش نه وه شوې٬ خو دا په مقدر كښې ليك وه ٬ په مئي مياشت كښې پاكستان په ختيزه پوله بې دليله جارحيت سره مخ شو٬ دښمن د كبر په نشه كښې په مونږ بريد وكړو خو مونږ ھغه شرمنده او په ماتې وركولو بېرته ولېږلو۔ وزيراعظم ووئيل هند د پهلګام پېښې په تحقيقات كښې د مرستې د وړاندېز په زړه پورې ځواب ورنه كړو بلكې دغه انساني الميه څخه ئې د سياسي ګټې پورته كولو هڅه وكړه او زمونږ په ښاريو بريد كولو سره ېې بې ګناه وګړي په نښه كړل۔ ده ووئيل د هند لخوا د پولو د سالميت او د قامي سلامتيا څخه سرغړونه وشوه او د دې نه وروستو پاكستان د ملګرو ملتونو د چارټر آرټيکل 51 له مخې د دفاع خپل حق وكارولو۔ شهباز شريف ووئيل پاك پوځ د سرلښكر فيلډ مارشل عاصم منير په مشرۍ كښې د بې مثاله جرات څرګندونه وكړه٬ ايئرچيف مارشل ظهير احمد بابر په مشرۍ كښې زمونږ بازانو دښمن د خپلې پوهې د لارې زېر كړو او د هند ئې اووه جنګي الوتكې رانسكورولو سره د ملبې ډهېر كړې٬ بريد كوٶنكي به زمونږ پرېكنده ځواب په تاريخ كښې عمر له ياد ساتي ٬ د دې بريا كرېډټ زمونږ هر افسر٬ ځوان او د شهيدانو كورنيو ته ځي، د دوي عظمت امر دے٬ زمونږ د شهيدانو د مېندو حوصلے زمونږ لارښودنه كوي، د دوي قربانۍ به عبث نه ځي٬ هر پاكستانې په دې صورتحال كښې لكه د يو مضبوط دېوال “بنيان مرصوص” ولاړ ٶ۔ وزيراعظم ووئيل د بريا باوجود پاكستان د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ په مرسته په ډز بندۍ رضا مندي ښكاره كړه كومه چې د صدر ټرمپ په جراتمند او زيرك قيادت سره ممكن شوے٬ مونږ جنګ بندۍ لپاره په فعال رول لوبولو صدر ټرمپ او د ھغه د ډلې ستائنه كوٶ٬ د دوي د هڅو په سبب د جنګ د يو لوے خطر مخه ونيول شوه، كه ھغه په وخت او پرېكنده مداخلت نه وې كړې نو د بشپړه جنګ نتيجې به تباه كن وې٬ صدر ټرمپ د سوله عملبردار دے٬ هم د امن د دې هڅو په سبب پاكستان د ټرمپ نامه نوبل امن ايوارډ لپاره وړاندې كړې۔ مونږ په ھغه سخت وخت كښې په سفارتي ملاتړ د خپلو دوستانو هېوادونو چين، سعودي عرب، ترکيه، آذربائيجان، قطر، ايران، متحده عرب امارات او د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر مننه كوٶ،وزيراعظم شهباز شريف ووئيل مونږ په جنګ كښې برے موندلے ٬ اوس مونږ په خپله منطقه كښې د امن ګټلو خواهش لرو او د دې ايوان په وړاندې زمونږ دا سنجيده او مخلصانه وړاندېز دے چې پاكستان هند سره د حل طلب ټولو مسئلو جامع او د نتيجې وړ خبرو اترو له چمتو دے۔ ده ووئيل په سوئيلي آسياء كښې اشتعال انګيزه قيادت نه بلكې يو فعاله او ذمه وار قيادت ته اړتيا ده۔ وزيراعظم خبردارے وركړو چې د هند سندھ طاس تړون معطل كولو هڅه نه يوازې د لوظنامې شقونو څخه سرغړونه ده بلكې د نړيوال قوانين خلاف ورزي هم ده او پاكستان به د خپل 24 كروړه اولس د اوبو د حق په هر صورت دفاع كوي۔ وزيراعظم ووئيل زه د دې ايوان د لارې كشميريانو له باور وركوم چې مونږ تاسو سره ولاړ يو، پاکستان تاسو سره ولاړ دے او ان شاء الله ډېر زر به په مقبوضه جمو او کشمير كښې د هند د ظلم او جبر خاتمه اوشي٬ ده ووئېل كشميريان به د يو غېر جانبدار ريفرنډم د لارې د ملګرو ملتونو په نګرانۍ كښې د خپلواكۍ خپل حق ترلاسه كړي۔ د فلسطين په حواله او د غزه جنګ په اړه خپلو خبرو كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د فلسطيني وګړو حالت زار دا مهال زړه دردٶنكې الميه ده٫ د ډېرې مودې نه روانه دا بې انصافې په نړيوال ضمېر داغ او زمونږ مجموعي اخلاقي ناكامي ده٬ نزدې د اته لسيزو راهسې فلسطينيان پخپله خاوره د اسرائيل د ظالمانه قبضې په مړانه مقابله كوي٬ په غزه كښې اسرائيلي جارحيت په مېرمنو او كوچنيانو دومره ظلمونه كړي د كومې چې په تاريخ كښې مثال نه ترلاسه كېږي٬ په لوېديز غاړه كښې هره ورځ نوې بربريت رامخې ته كېږي٬ په غېر قانوني توګه آباد کار ترهګري خپروي او د جرم نه غېر قتلونه كوي٬ اسرائيل په غزه كښې نسل کشي كوي د كومې چې د نړۍ په تاريخ كښې كله مشاهده نه ده شوې٬ ده ووئېل پخپلو ناوړه مقاصدو كښې اسرائيلي قيادت د بې ګناه فلسطينيانو په ضد د شرم وړ كمپائن چلوي كوم چې به د نړۍ په تاريخ كښې د تور باب په توګه ياد ساتلے شي۔ وزيراعظم ورياد كړه چې مونږ ټولو د هندرجب ماشومې رالړزونكے غږ اورېدلے چا چې د ملبې لاندې څخه د ژوند سوال كولو٬ آيا تاسو دا فكر كولې شي چې كه ھغه ستاسو لور وه ؟ آيا تاسو دا سوچ كولې شئ چې په ھغې رحم ونه كړے شي؟ زما او د ټولې اسلامي نړۍ بلكې د ټول انسانيت دا غم دے چې مونږ هندرجب بچ نه كړې شوه ٬ په دې به ھغه مونږ نه يوازې په دې دنيا كښې بلكې په اخرت كښې معاف نه كړي، لكه څنګه چې وئيلي كېږي چې د “ټولو نه كوچنے تابوت د ټولو نه زيات دروند وي”، زه په دې پوهېږم ځكه چې په دې وروستيو كښې د پاك و هند په جنګ كښې ما د اولس كلنې ارتضيٰ عباس كوچنې تابوت پورته كړے ؤ ۔ وزيراعظم ووئيل مونږ له دا ماشومان ناكامۍ سره مخ كول پكار نه دي٬ نه د غزه او نه د نړۍ په يو بل ګوټ كښې، مونږ له به د جنګ بندۍ لاره جوړول وي۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان د فلسطينيانو د هغې مطالبې بشپړ ملاتړ كوي چې د 1967 نه په وړاندې پولو اډانه يو خپلواكه فلسطينے رياست دې جوړ شي چې پايه تخت ئې القدس الشريف وي ٫ فلسطين اوس نور د اسرائيل په زولنو كښې نشي پاتې كېدے٬ فلسطين له به آزادېدل وي۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان په 1988 كښې د فلسطين رياست په تسليموٶنكو وړومبو هېوادونو كښې شامل وو٬ مونږ د ھغه هېوادونو هركلے كوٶ چا چې په دې وروستيو كښې فلسطين تسليم كړے دے، مونږ په نورو هېوادونو فلسطين تسليمولو لپاره زور راوړو ځكه چې وخت د چا انتظار نه كوي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ د صدر ټرمپ لخوا د عرب اسلامي نړۍ هېوادونو د ملګرو ملتونو مشاورتي غونډې په وخت رابللو اقدام د ھغه مننه كوو، دغې څخه د جنګ بندۍ نوې اميد پېدا شوے دے ٬ د دې كرېډټ هم صدر ټرمپ ته وركول پكار دي۔ ده ووئيل اسرائيل په دوحه بريد كړے او د نورو هېوادونو د خپلواكۍ خلاف ورزۍ د هغوي د باغيانه رويې عكاسي كوي، پاکستان د قطر اولس سره ولاړ دے ٬ مونږ د يوکرين شخړې د سولئيز حواري هم ملاتړ كوٶ٬ دغسې چې بشري تكليفونه او نړيوال بحران ختم شي۔ وزيراعظم ووئيل د هر ډول ترهګرۍ غندنه كوو ، پاکستان د دوه لسيزو راهسې د ترهګرۍ په جنګ جنګ كښې د فرنټ لائن هېواد په توګه رول لوبوي او په دې جنګ كښې مو د 90 زره نه زياتې قربانۍ وركړې دي چې پكښې مېرمنې٬ كوچنيان٬ سپين ګيري٬ ډاکټران، انجينئرز او نور شامل دي، نيويارك، لندن، لاهور او د نړۍ په هر ځاے كښې څوك وژل يو ډول دي، پاکستان د ترهګرۍ مخنيوي او په نړۍ كښې امن لپاره لازوال قربانۍ وركړې دي٬ بايد زمونږ د قربانيو اعتراف وكړے شي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په سبب پاكستان ته د 150 اربه ډالرو نه زيات معاشي زيان رسېدلے٬ نن په بهرنۍ سرپرستۍ كښې كېدونكې ترهګرۍ سره مخ يو ، ټي ټي پي، فتنه الخوارج، فتنه هندوستان، بي ايل اے او د مجيد بريګيډ ترهګرۍ سره مخ يو٬ ھغوي افغان خاورې څخه كاروائۍ كوي او جعفر ايکسپريس په څېر د ناوړه بريدونو ذمه وار دي ٬ كوم چې مسافر يرغمال كړے شوي وو ٬ خو پاك پوځ او قانون نافذ كوٶنكو ادارو په كاراوئۍ كولو يرغمال راخوشې كړل او ترهګر ئې خپل انجام ته ورسول۔ وزيراعظم ووئيل مونږ به دا جنګ تر آخري ترهګر تر خاتمې روان ساتو۔ ده ووئيل د نزدې ګاونډي هېوادونو په څېر پاكستان سولئيز افغانستان څخه نېغ په نېغه تعلق لري، مونږ په دې خبره باور لرو چې د پرمختګ او سوكالۍ كليد په سيمه ايز استحكام او رابطه كښې دے، پاکستان ټولو شراكتدار سره په ګډه په بشري بنيادونو مرسته، معاشي بحالي او افغانستان كښې يو جامع د يو سياسي فرېم ورك په ډاډګيرنه كښې مصروف دے ، عبوري افغان حکومت له د مېرمنو د حقونو پشمول د بشري حقونو پالنه پكار ده او مونږ توقع لرو چې ھغوي به د ترهګرو ډلو په ضد موثر کارروائۍ وكړي او دا خبره به باوري كړي چې افغان خاوره به د يو هم هېواد په ضد ترهګرۍ لپاره استعمال نشي۔ وزيراعظم ووئيل كركه ايز تقريرونه، امتيازي سلوك يا تشدد د يو كس يا مذهب په ضد ګنجائش پكار نه دے ٬ په هندوتوا اډانه انتها پسندي يوازې منطقې له نه بلكې ګردې نړۍ لپاره خطر لري، د اسلاموفوبيا خطر په نړيواله كچه تسليمېږي ، پاکستان د دې مسئلې مخنيوي لپاره د ملګرو ملتونو د خاص نمائنده د تقررۍ هركلے كوي۔ ده ووئيل ماحولياتي بحران لويې نړيوال چيلنج دے، په كال 2022ء كښې پاکستان شديد سيلاب سره مخ ٶ چې پكښې د 34 اربه ډالرو نه زيات زيانونه شوي وٶ او قېمتي ځاني زيانونه هم شوي وو ، سږ كال هم سېلاب د زرګونو په شمېر كليي تباه كړي٬ د لكهونو په شمېر خلق بې كوره شوي٬ د يو زر نه زيات كسان مړه شوي او پټي٬ فصلونو او څاورو سره سره د املاك په اربونو ډالره زيان شوے ۔ ده ووئيل پاكستان د خپل غير معمولي استقامت د لارې د افتونو د زيان كمولو له حکومت موسمياتي ايمرجنسي نافذ كړې ده٬ د 2022ء او 2025ء تباهي كونكې سېلاب د موسمياتي بدلون په سبب راغلي۔ ده ورياد كړه چې پاكستان د ګاز په نړيوال اخراج كښې د يو فيصد نه كمه برخه لري خو پاکستان د ماحولياتي بدلون شديد متاثره كېدونكو ېوادونو كښې شامل دے٬ د موسمياتي بدلون په سبب د شوو زيانونو له امله قرض اخستل وي٬ دا انصاف نه دے٬ قرضې معيشت لپاره تباهي ده ، ده ووئېل مونږ به خواري كوٶ٬ هېواد به په خپلو پښو اودروٶ او پاکستان به يو عظيم هېواد جوړوٶ ۔ وزيراعظم ووئيل مونږ د معيشت بهترۍ لپاره ډھانچه جاتي اصلاحات كړي، ټيکس نظام مو جديد كړے دے، سرمايه کاري مو زياته كړې او ډيجيټل ټيکنالوجيز، مصنوعي ذهانت او کرپټو مو خپله كړې ده، انفراسټرکچر، توان، صنعت، زراعت، کان کني او ټيکنالوجي زمونږ ترجيحات دي ۔ وزيراعظم ووئيل د صدر شي جن پنګ تاريخي بيلټ اينډ روډ انيشي ايټو له مخې د سي پېك د لارې تزويراتي شراکت داري زمونږ په ترقۍ كښې مرستياله ده۔ ده زيات سپېېځلې او جامع ترقۍ لپاره د موثر فريم ورك د لارې ګلوبل ګورننس انيشي ايټو پشمول د صدر شي جن پنګ وژن او د دورانديشۍ ستائنه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل غېر مستقل غړي په حېث د شخړو مخنيوي لپاره خپل تعميري رول ادا كوي۔ ده ووئيل ريزيولوشن 2788 په متفقه منظوري ګڼ اړخيزه او د ملګرو ملتونو چارټر سره زمونږ د اجتماعي تړون تجديد دے۔ وزيراعظم باور وركړو چې پاکستان به د ملګرو ملتونو د يو فعاله او په مرسته اډانه ګڼ اړخيزه نظام لپاره تل د امن، انصاف او پرمختګ علمبردار وي كوم چې ټولو لپاره سپېځلې، ګټور او بهتر وي۔ وزيراعظم د عمومي اسمبلۍ د 80مې غونډې په مناسبت سره ووئيل راځۍ چې مونږ راتلونكې 80 كالو لپاره تاريخ جوړ كړو٬ مونږ ټول بهترۍ لپاره كار وكړٶ۔

مزید خبریں