وزيراعظم شهباز شريف هند ته په ټولو حل طلب مسئلو د جامع او د ګټورو خبرو وړاندېز ٬ جنګ مو ګټلے اوس امن ګټل غواړو٬ نننۍ نړۍ د وړاندې نه زياته پېچلې ده٬ شخړې په زياتېدو دي۔ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 80مې غونډې ته د وزيراعظم شهباز شريف وېنا

نيويارك 26 ستمبر (اے پي پي) پاكستان وزيراعظم شهباز شريف هند ته په ټولو حل طلب مسئلو د جامع او د ګټورو خبرو اترو وړاندېز كولو سره وئيلي دي د نن نه وړاندې د نړۍ صورتحال دومره پېچلے نه ٶ٬ جنګ مو ګټلے اوس امن ګټل غواړو٬ نننۍ نړۍ د وړاندې نه زياته پېچلې ده٬ شخړې په زياتېدو دي٬ د نړيوال قوانين په جار خلاف روزۍ روانې دي٬ بشري بحران …

نيويارك 26 ستمبر (اے پي پي) پاكستان وزيراعظم شهباز شريف هند ته په ټولو حل طلب مسئلو د جامع او د ګټورو خبرو اترو وړاندېز كولو سره وئيلي دي د نن نه وړاندې د نړۍ صورتحال دومره پېچلے نه ٶ٬ جنګ مو ګټلے اوس امن ګټل غواړو٬ نننۍ نړۍ د وړاندې نه زياته پېچلې ده٬ شخړې په زياتېدو دي٬ د نړيوال قوانين په جار خلاف روزۍ روانې دي٬ بشري بحران په زياتېدو دے او ترهګري يو لويې چېلنج دے٬ ډس انفارمېشن او فېك نيوز باور كمزورے كوي٬ موسمياتي بدلون زمونږ بقا او د پاكستان په څېر هېوادونو لپاره خطر ګرځېدلے٬ ګڼ اړخيزي اوس انتخاب نه بلكې زمونږ ضرورت جوړ شوے۔ د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 80مې غونډې په مهال وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د پاکستان خارجه پاليسي كومه چې د قائداعظم محمد علي جناح د وژن له مخې چلېږي٬ بنياد په امن٬ شريك احترام او په مرسته اډانه دے٬ مونږ ګڼو چې د شخړو سولئيز حل خبرو اترو او د سفارتكارۍ د لارې ممكن دے٬ تېر كال په دې ډګر ما خبردارے وركړے ٶ چې پاكستان به د هر ډول يرغل پرېكنده ځواب وركوي٬ زما خبره رښتيا شوه٬ كومه چې كاش نه وه شوې٬ خو دا په مقدر كښې ليك وه ٬ په مئي مياشت كښې پاكستان په ختيزه پوله بې دليله جارحيت سره مخ شو٬ دښمن د كبر په نشه كښې په مونږ بريد وكړو خو مونږ ھغه شرمنده او په ماتې خوړولو بېرته ولېږلو۔ وزيراعظم ووئيل هند د پهلګام پېښې په تحقيقات كښې د مرستې د وړاندېز په زړه پورې ځواب ورنه كړو بلكې دغه انساني الميه څخه ئې د سياسي ګټې پورته كولو هڅه وكړه او زمونږ په ښاريو بريد كولو سره ېې بې ګناه وګړي په نښه كړل۔ ده ووئيل د هند لخوا د پولو د سالميت او د قامي سلامتيا څخه سرغړونه وشوه او د دې نه وروستو پاكستان د ملګرو ملتونو د چارټر آرټيکل 51 له مخې د دفاع خپل حق وكارولو۔ شهباز شريف ووئيل پاك پوځ د سرلښكر فيلډ مارشل عاصم منير په مشرۍ كښې د بې مثاله جرات څرګندونه وكړه٬ ايئرچيف مارشل ظهير احمد بابر په مشرۍ كښې زمونږ بازانو دښمن د خپلې پوهې د لارې زېر كړو او د هند ئې اووه جنګي الوتكې رانسكورولو سره د ملبې ډهېر كړې۔ ده ووئيل د بريا باوجود پاكستان د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ په مرسته په ډز بندۍ رضا مندي ښكاره كړه٬ مونږ په ھغه سخت وخت كښې په سفارتي ملاتړ د خپلو دوستانو هېوادونو چين، سعودي عرب، ترکيه، آذربائيجان، قطر، ايران، متحده عرب امارات او د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر مننه كوٶ۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل مونږ په جنګ كښې برے موندلے ٬ اوس مونږ په خپله منطقه كښې د امن ګټلو خواهش لرو او د دې ايوان په وړاندې زمونږ دا سنجيده او مخلصانه وړاندېز دے چې پاكستان هند سره د حل طلب ټولو مسئلو جامع او د نتيجې وړ خبرو اترو له چمتو دے۔ ده ووئيل په سوئيلي آسياء كښې اشتعال انګيزه قيادت نه بلكې يو فعاله او ذمه وار قيادت ته اړتيا ده۔ وزيراعظم خبردارے وركړو چې د هند سندھ طاس تړون معطل كولو هڅه نه يوازې د لوظنامې شقونو څخه سرغړونه ده بلكې د نړيوال قوانين خلاف ورزي هم ده او پاكستان به د خپل 24 كروړه اولس د اوبو د حق په هر صورت دفاع كوي۔ د غزه جنګ په اړه خپلو خبرو كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د فلسطيني وګړو حالت زار دا مهال زړه دردٶنكې الميه ده٫ د ډېرې مودې نه روانه دا بې انصافې په نړيوال ضمېر داغ او زمونږ مجموعي اخلاقي ناكامي ده٬ نزدې د اته لسيزو راهسې فلسطينيان پخپله خاوره د اسرائيل د ظالمانه قبضې په مړانه مقابله كوي۔ د يادونې وړ ده د دې نه وړاندې د جمعې په ورځ وزيراعظم شهباز شريف او د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ په سپينه ماڼۍ كښې ملاقات كړے ٶ٬ په دغې موقع د پوځ سرلښكر فيلډ مارشل جنرل عاصم منير هم موجود ٶ ٬ دغسې د امريکې نائب صدر جے ډي وينس او خارجه سيکرټري مارکو روبيو هم په دې موقع موجود وٶ۔ د وزيراعظم آفس لخوا د جاري اعلاميه له مخې د دواړو مشرانو ترمېنځه ملاقات په ښه ماحول كښې شوے٬ وزيراعظم شهباز شريف د صدر ټرمپ ستائنه كړې او ھغه يې “مېن آف پيس” ګرځولے څوك چې ګرده نړۍ كښې د شخړو خاتمې لپاره په زړه پورې هڅې كوي۔

مزید خبریں