د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې هېواد د پرمختګ پلو روان دے ٬ د حرمين شريفين سكيورټي پاكستان لپاره يو ډېر لويې اعزاز دے۔سردار اياز صادق

لاهور 26 ستمبر(اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئېلي دي د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې هېواد د پرمختګ پلو روان دے٬د حرمين شريفين سكيورټي په اړه پاك سعودي دفاعي لوظ نامه د پاكستان لپاره د اعزاز څخه كمه نه ده ٬په دې وروستي سېلاب كښې وزيراعلٰی مريم نواز ځپليو ته رېليف وركولو لپاره محنت كړے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د …

لاهور 26 ستمبر(اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئېلي دي د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې هېواد د پرمختګ پلو روان دے٬د حرمين شريفين سكيورټي په اړه پاك سعودي دفاعي لوظ نامه د پاكستان لپاره د اعزاز څخه كمه نه ده ٬په دې وروستي سېلاب كښې وزيراعلٰی مريم نواز ځپليو ته رېليف وركولو لپاره محنت كړے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د صوبائي وزير سهيل شوكت بټ سره مناواں كښې د بيلو پرمختيائي پروژو پرانستې په موقع خپله وينا كښې كړې۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ووئيل د پاكستان دا خوش قسمتي ده چې چاته محمد نواز شريف او وزيراعظم محمد شهباز شريف پشان وركر دوست قيادت ترلاسه دے٬په نړۍ كښې دا مهال د پاكستان چې كوم عزت دے هغه تېرو 75 كلونو كښې نه ؤ ترلاسه شوے٬نن نړۍ د پاكستان پلو ګوري او مونږ سره سرمايه كاري كول غواړي٬ ده ووئېل د وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرۍ كښې موجوده حكومت پاكستان د ډيفالټ كېدو څخه وساتلو٬ هېواد د بحرانونو څخه ويستلے شو كوم څخه چې نن د پاكستان معيشت مستحكم شوے او دا د پاكستان لپاره يو ډېر لويې اعزاز دے٬ ده ووئېل د ګرانۍ كمه شوې٬سټاك ماركيټ لوړې كچې ته رسېدلے٬غريب خوشحاله ژوند تېروي۔ده ووئيل معركه حق كښې پاكستان د ځان څخه زيات لويې دښمن ته په ماتې وركولو دا ثابته كړی چې پاك پوځ بهادر او د نړۍ صلاحيت لرونكے پوځ دے٬پاكستان يو امن خوښے هېواد دے او موڼل تل منطقه كښې د امن پرچار كړے خو كه چرې پاكستان ته كوم هم دښمن په غلط نظر وكتل نو زمونږ مشرتابه او سپه سالار ته د هغې ځواب وركول ورځي٬ ده ووئېل هند په خپل طاقت وياړ لرو او دغه وياړ زمونږ سياسي او عسكري قيادت پخپله ښه تګلاره خاورې كړو ۔د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د سعودي عرب خلقو نه پوښتنه وكړې چې د پاكستان هلته څومره عزت دے٬مونږ خوش قسمته يو چې مونږ ته په سعودي عرب كښې د حرمين شريفين امنيت ذمه واري ترلاسه شوې٬چرته چې خلق تللو لپاره ترسيږي٬د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه چې كومه دفاعي لوظ نامه شوې هغه د پاكستان لپاره د يو اعزاز څخه كمه نه ده۔

مزید خبریں