اسلام آباد 26 ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق وئيلي دي سېلګري د هر هېواد په معاشي٬ سماجي او كلتوري پرمختګ كښې د ملا د تير حېثيت لري٬ پاكستان كښې د سېلګرۍ ودې سره به نه يوازې د هېواد معيشت ته استحكام ترلاسه شي بلكې د روزګار بلها موقعې به هم رامخې ته شي٬ اولسي خوشحالي به زياته شي او په ګرده نړۍ كښې به …
سېلګري د هر هېواد په معاشي٬ سماجي او كلتوري پرمختګ كښې د ملا د تير حېثيت لري۔ سردار اياز صادق

مزید خبریں
اسلام آباد 26 ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق وئيلي دي سېلګري د هر هېواد په معاشي٬ سماجي او كلتوري پرمختګ كښې د ملا د تير حېثيت لري٬ پاكستان كښې د سېلګرۍ ودې سره به نه يوازې د هېواد معيشت ته استحكام ترلاسه شي بلكې د روزګار بلها موقعې به هم رامخې ته شي٬ اولسي خوشحالي به زياته شي او په ګرده نړۍ كښې به د پاكستان په زړه پورې څېره رامخې شي ۔ دا خبره سپيکر سردار اياز صادق د سېلګرۍ نړيوالې ورځ په موقع كړې كومه چې په 27م ستمبر ګرده نړۍ كښې لمانځلې كېږي۔ سپيکر ووئيل پاکستان د خپلې جغرافيائي تنوع، قدرتي حسن، قديم تهذيبونو او مذهبي او كلتوري ورثې په سبب د ګردې نړۍ د سېلګرو د پام مركز دے۔ ده ووئيل د پاکستان شناخت يوازې جګ غرونه٬ دشتې او تر سمندر ساحلي سيمو محدود نه دے بلكې د وادي کالاش روايات، د ګندھارا تهذيب شان و شوکت او د کرتارپور کوريډور په څېر روحاني مركزونه دا د نړۍ د مذهبونو او كلتورونو لپاره زړه راښكونكے ځائے دے







