اوركزئۍ كښې د مشتي قبيلې د خوارجو په ضد مهمه جرګه

اسلام آباد 26 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا اوركزئي ضلع حسن زودره سيمه كښې مشتي قبيله د خوارج په ضد راپاڅېدلې ده ۔ تفصيلات له مخې د مشتي قبيلې اولس د خوارجو په ضد په مهمه جرګه كښې راپاڅېدلے دے ٬ د جرګې نه وړاندې خوارج دوي څخه قلنګ اغستو له راغلي وو٬ دغسې مشتي قبيلې خوارج په تېخښته مجبور كړل او د هغوي په ضد د راپاڅېدو …

اسلام آباد 26 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا اوركزئي ضلع حسن زودره سيمه كښې مشتي قبيله د خوارج په ضد راپاڅېدلې ده ۔ تفصيلات له مخې د مشتي قبيلې اولس د خوارجو په ضد په مهمه جرګه كښې راپاڅېدلے دے ٬ د جرګې نه وړاندې خوارج دوي څخه قلنګ اغستو له راغلي وو٬ دغسې مشتي قبيلې خوارج په تېخښته مجبور كړل او د هغوي په ضد د راپاڅېدو يې اعلان وكړو ٬ د جرګې مقصد د خوارج د ظلم او جبر په ضد يو كېدل وو٬ د جرګې غړو د امنيتي ځواكونو او پوليس اهلكارو په راتګ د دوي تود هركلے وكړو ٬ د جرګې قبائيلي مشرانو ووئيل خوارج به د بې ګناه وګړو څخه قلنګ اغستو ته نه پرېږدو٬ مونږ امنيتي ځواكونو او رياست سره ولاړ يو٬ په دې موقع د جرګې قبائيلو د امنيتي ځواكونو او پوليس په حق كښې نعرې هم اووهلې۔

مزید خبریں