بيجنګ 26 ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د سي پيك له مخې د جے سي سي غونډه د سي پېك ټو د سباٶن په اړه د دواړو هېوادونو د مشتركه وژن عكاس ده۔ د جمعې په ورځ په بيجنګ كښې د سي پېك له مخې د مشتركه مرستې كمېټۍ (جے سي سي) د پائې غونډې ته خپلې وېنا كښې …
د سي پيك له مخې د جے سي سي غونډه د سي پېك ټو د سباٶن په اړه د دواړو هېوادونو د مشتركه وژن عكاس ده۔ وفاقي وزير احسن اقبال

مزید خبریں
بيجنګ 26 ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د سي پيك له مخې د جے سي سي غونډه د سي پېك ټو د سباٶن په اړه د دواړو هېوادونو د مشتركه وژن عكاس ده۔ د جمعې په ورځ په بيجنګ كښې د سي پېك له مخې د مشتركه مرستې كمېټۍ (جے سي سي) د پائې غونډې ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل د غونډې په كوربتوب د چين د چارواكو مننه كوم۔ ده ووئيل د سي پېك له مخې په غونډه كښې د بېلا بېلو اقداماتو جاج اخستې شوې۔ ده ووئيل د جے سي سي غونډه نه يوازې د سي پېك له مخې د اقداماتو د پېشرفت او جاج اخستل دي بلكې د سي پېك ټو د سباٶن په اړه د دواړو هېوادونو د مشتركه وژن عكاس ده٬ د جے سي سي په غونډه كښې د سي پېك په راتلونكي پړاٶ كښې د دواړو هېوادونو د شراكتدارۍ او نمو ته وده وركولو لپاره د طريقو جاج واخستې شو۔ احسن اقبال ووئيل چې ډلو سي پېك د صنعتكارۍ په راهدارۍ كښې بدلولو لپاره اتفاق كړے دے۔ ده ووئيل چې پاکستان او چین آئرن برادرز دي او د باور او مشتركه مقدر په رشته كښې تړلے دي۔ ده ووئيل چې د سي پېك فېز ټو به په اولس او ځوانانو اډانه د پرمختګ نوې پړاٶ وي٬ په بيجنګ كښې د جے سي سي 14مه غونډه به د پاك چين مرستې د نوي باب پېل وي٬ د چی صدر شی جن پنګ اقدامات نړۍ سپېځلې او جامع كوي۔ ده ووئيل چې کراچۍ او په اسلام آباد كښې په برامداتو اډانه خاص اقتصادي زونز جوړولو تجويز دے٬ د سي پېك فېز ټو هره راهداري به د برامداتو هدفونو سره تړلے شي٬ د سي پېك پنځه راهدارۍ نمو، اختراع، ماحول، روزګار او په سيمه ايزو روابطو اډانه دي۔ د پاکستان۔چین ډیجیټل سلك روډ به فائیو جي، فائبر او ډیټا سینټرز جوړولو لپاره وي٬ دغسې د سي پېك له مخې به د اے آئي او د کوانټم لیبارټریز جوړې شي۔ احسن اقبال ووئيل پاكستان به تر 2030 60 فيصده ګرين انرژي ترلاسه كړي٬ زرعي اصلاحات او اي وهيكل منصوبې د فېز ټو برخه جوړولو خواهش لرو، د چاغي نه تر ګوادر د مائننګ کوریډور څخه به د پرمختګ نوې لاره جوړه شي٬ دغسې خنجراب، طورخم او ګوادر كښې پوله ايز ماركيټس څخه به تجارت زيات شي۔ احسن اقبال ووئيل ګلګت بلتستان كښې د 300 مېګاواټ سولر منصوبې څخه به هر ورځ د 18 نه تر شل ساعتونو د لوډشېډنګ خاتمه وشي، سي پېك به اوس د حكومت څخه حكومت نه بلكې د كاروبار نه د كاروبار په اړيكو اډانه وي٬ پاكستان سي پېك منصوبو او د چين عملے حفاظت ته وړومبۍ ترجيح وركوي







