اسرائيل په غزه كښې د جنګي جرائمو مرتكب كيږي۔فلسطيني صدر محمود عباس

ملګري ملتونه 26 ستمبر (اے پي پي(فلسطيني صدر محمود عباس په غزه كښې د جنګ د خاتمې غوښتنې كولو سره وئېلي دي اسرائيل په غزه كښې د جنګي جرائمو مرتكب كيږي۔د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خپل مختصر ورچوئل خطاب كولو په مهال هغه وئېل په غزه كښې روانه كاروائي٬نسل كشي٬ تباهي٬لوږه او جبري بې دخلي ده۔ده ووئيل اسرائيل 20 لكه څخه زيات كسان د لوږې او تندې سره مخ …

ملګري ملتونه 26 ستمبر (اے پي پي(فلسطيني صدر محمود عباس په غزه كښې د جنګ د خاتمې غوښتنې كولو سره وئېلي دي اسرائيل په غزه كښې د جنګي جرائمو مرتكب كيږي۔د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خپل مختصر ورچوئل خطاب كولو په مهال هغه وئېل په غزه كښې روانه كاروائي٬نسل كشي٬ تباهي٬لوږه او جبري بې دخلي ده۔ده ووئيل اسرائيل 20 لكه څخه زيات كسان د لوږې او تندې سره مخ كړي او د غزه 80 فيصد ودانۍ تباه كړې شوي۔ده ووئيل چې څه اسرائيل كوي هغه محض جارحيت نه بلكې جنګي جرم او د انسانيت په ضد جرم دے٬ كوم به چې د تاريخ په پاڼو كښې او د نړيوال ضمير په عدالت كښې د انساني الميې د بدترين ابواب په تژكه لېكلې كېږي۔د امريكې ويزه نه ترلاسه كېدو په سبب ويډيو خطاب كونكي فلسطيني صدر د عمومي اسمبلۍ په تاريخي هال كښې د ځينو پلاويو لخوا د لاسونو پړقولو ستائنه وكړه۔ده ووئيل د اسرائيل لويديزې پوله كښې د نوې آبادۍ كارۍ سكيمونو دوه رياستي حل ناممكن كړو او دا د نړيوال قوانين او ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو په ضد دي۔محمود عباس د اسرائيلي وزيراعظم ګريټر اسرائيل بيانات او اوسني اسرائيلي بريدونه ټولې عرب منطقې لپاره خطر ګرځولو سره ووئېل دا هر څه د نړيوال قوانين ښكاره خلاف ورزي ده د كومو مخ نيوي لپاره چې پرېكنده اقدامات ضروري دي۔

مزید خبریں