بيجنګ 25 ستمبر (اے پي پي(د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي د پاكستان او چين دوستي د سړكونو جوړولو څخه خلائي تحقيق او تسخير پلو زياتېږي۔د منصوبه بندۍ وزير د چين كمپنۍ سي آر آر سي ايم ايل -1 پروژې لپاره په مسابقتي لګښت كښې د برخې اچولو بلنې وركولو سره وئيلي دي د پاكستان ريلوے د سباؤن جديد٬موثر او په نړيواله كچه د مسابقت …
د پاكستان او چين دوستي د سړكونو جوړولو څخه خلائي تحقيق او تسخير پلو زياتيږي٬چينائي كمپنۍ سي آر آر سي ته ايم ايل-1 پروژې لپاره په مسابقتي لګښت كښې د برخې اچولو بلنه وركړې۔احسن اقبال

مزید خبریں
بيجنګ 25 ستمبر (اے پي پي(د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي د پاكستان او چين دوستي د سړكونو جوړولو څخه خلائي تحقيق او تسخير پلو زياتېږي۔د منصوبه بندۍ وزير د چين كمپنۍ سي آر آر سي ايم ايل -1 پروژې لپاره په مسابقتي لګښت كښې د برخې اچولو بلنې وركولو سره وئيلي دي د پاكستان ريلوے د سباؤن جديد٬موثر او په نړيواله كچه د مسابقت وړ جوړولو لپاره هڅې كوو ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د چين په هونان سيټلائټ سپيس ټېكنالوجي او د نورو ادارو دورو په موقع اړوندو چارواكو سره كړې۔ده ووئيل د چين په مرسته په سپيس ټېكنالوجۍ كښې نوې باب رقم كوو ٬خلائي ټېكنالوجي د پاكستان د قامي پرمختګ اهداف سر كولو كښې به مرسته وكړي۔وفاقي وزير ووئيل هونان سیټلائټ سپيس ټېكنالوجي د پاكستان انجينئرز سره په مرسته سيټلائټس جوړوي۔احسن اقبال ووئيل سي پېك له مخې د پاكستان او چين خلائي ټېكنالوجۍ كښې مرستې ته وده وركوي۔د دې نه علاوه د منصوبه بندۍ وزير د چين كمپنۍ سي آر آر سي ژو ژو لوكو موټيو كمپنۍ لميټډ دوره هم وكړه۔ده ووئيل د سائنس او ټېكنالوجۍ په څانګو كښې د چين پېشرفت د نړۍ لپاره د لارې مشال دے۔







