نيو يارك 25 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د ګرځينده قرض د مخې نيولو پلان لويه كاميابي او د اجتماعي هڅو نتيجه ګرځولو سره وئيلي دي چې د ډسټري بيوشن لائنز بهتري او په لائن لاسز قابو موندل لوے چېلنج دے٬ د آئي اېم اېف مېنجنګ ډائرېكټر (اېم ډي) د پاكستان معاشي د بهترۍ ستائنه كړې او سېلاب لپاره ئې د مرستې باور وركړے دے، په معاشي اشاريو …
د ګرځينده قرض د مخې نيولو پلان لويه كاميابي او د اجتماعي هڅو نتيجه ده، د آئي اېم اېف اېم ډي د پاكستان معاشي بهتري ستائيلې۔ د وزيراعظم شهباز شريف د سركلر ډيټ فنانسنګ سهولت پرانستې دستورې ته ورچوئل وېنا

مزید خبریں
نيو يارك 25 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د ګرځينده قرض د مخې نيولو پلان لويه كاميابي او د اجتماعي هڅو نتيجه ګرځولو سره وئيلي دي چې د ډسټري بيوشن لائنز بهتري او په لائن لاسز قابو موندل لوے چېلنج دے٬ د آئي اېم اېف مېنجنګ ډائرېكټر (اېم ډي) د پاكستان معاشي د بهترۍ ستائنه كړې او سېلاب لپاره ئې د مرستې باور وركړے دے، په معاشي اشاريو كښې بهتري٬ اېف بي آر، برېښنا او د آئي ټي په څانګو كښې بهتري اهم پېشرفت دے٬ كه همت او حوصلے سره مخ په وړاندې لاړو نو هېواد به د ستونزو نه بهر شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ پاكستان كښې د توان په څانګه كښې د ګرځېنده قرض خاتمې لپاره د ترسره شوي مالياتي منصوبې (سركلر ډيټ فنانسنګ سهولت) پرانستې دستورې ته ورچوئل وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د ګرځينده قرض د مخې نيولو پلان لويه كاميابي او د اجتماعي هڅو نتيجه ګرځولو سره وئيلي دي چې د ډسټري بيوشن لائنز بهتري او په لائن لاسز قابو موندل لوے چېلنج دے۔ د دې كرېډټ فورس ته ځي٬ د توان وزير په مشرۍ كښې ټاسك فورس په مستعدۍ سره كار كړے دے، آئي پي پيز سره مذاكرات لوے چلېنج ٶ٬ ټاسك فورس آئي پي پيز سره كامياب مذاكرات كړي، ټولو خپلې ذمه وارۍ په بشپړه ډول ترسره كړې، د ټولو اړوند ډلو په دې كښې لوے او مثالي كردار دے٬ فيلډ مارشل سيد عاصم منير بشپړه ملاتړ سره مونږ ته كاميابي ترلاسه شوے۔ وزيراعظم ووئيل د آئي اېم اېف مينجنګ ډائريكټر سره ملاقات شوے دے، ھغه د پاكستان د معاشي بهترۍ په حواله د كاركردګۍ او په تندۍ سره د اصلاحاتو ستائنه كړې٬ په وړومبي ځل د آئي اېم اېف يو اېم ډي دا ستائنه كړې ده٬ پاكستان معاشي بهترۍ لپاره مثالي اقدامات كړي دي او په سنجيدګۍ سره اصلاحات جاري دي٬ ھغه د سېلاب هم ذكر وكړو او د دې په زيان ئې د افسوس څرګندونه كړے او په دې لړ كښې ئې د مرستې باور راكړے دے چې مونږ دې لپاره هم چمتو يو۔ وزيراعظم ووئيل چې كه خلوص سره مونږ اقدامات جاري وساتل نو بيا به هم كاميابۍ ترلاسه شي٬ د دې ټول كرېډټ د پاكستان د ډلې دے۔ ده ووئيل په معاشي اشاريو كښې بهتري، اېف بي آر، بجلي او د آئي ټي په څانګو كښې بهتري اهم پېشرفت دے، دې څخه مونږ بايد ډاډمن شو، اعتماد او حوصلے سره په تندۍ سره مخ په وړاندې تګ ته اړتيا ده٬ پاكستان به ډېر زر د ستونزو نه رابهر شي۔ د يادونې ور ده چې حكومت د اتلس بينكونو كنسورشيم سره په ګډه د توان په څانګه كښې د ګرځېنده قرض بحران مخنيوي لپاره 1.225 ټريلين سركلر ډيټ فنانسنګ سهولت لوظنامه كړې ده٬ د دې تاريخي منصوبې په حواله دستوره كښې وزيراعظم شهباز شريف نيويارك څخه د وېډيو لنك د لارې او وزيرانو، اعليٰ سركاري چارواكو، ريګوليټرز، نړيوالو شراكتدارو او د پاور سيكټر ادارو سي اي اوز په وزيراعظم هاٶس كښې په دستوره كښې ګډون كړے







