نيويارك 25 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف او د ګيټس فاٶنډيشن موسئس بل ګيټس د پاكستان د معاشي او معاشرتي ترقۍ په خاص توګه د صحت، غذائي معيار او مدافعت كښې اضافه، معاشي شموليت او د معيشت د ډيجيټلائزيشن په څېر اقداماتو كښې د مشتركه مرستې دوام دار ساتلو د عزم پخلے كړے دے۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له …
وزيراعظم شهباز شريف او د بل ګيټس فاٶنډيشن موسئس بل ګيټس ترمېنځه ملاقات

مزید خبریں
نيويارك 25 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف او د ګيټس فاٶنډيشن موسئس بل ګيټس د پاكستان د معاشي او معاشرتي ترقۍ په خاص توګه د صحت، غذائي معيار او مدافعت كښې اضافه، معاشي شموليت او د معيشت د ډيجيټلائزيشن په څېر اقداماتو كښې د مشتركه مرستې دوام دار ساتلو د عزم پخلے كړے دے۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د بل ګيټس فاٶنډيشن باني بل ګيټس د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 80مې غونډې په موقع په خوشګوار ماحول كښې ليدلي۔ په دې موقع وزيراعظم د بل ګيټس فاونډيشن لخوا په كال 2022 كښې سيلاب په تناظر كښې د مرستې د ذكر وړ كاروائيو تذكره كولو سره په كال 2025 كښې د سيلاب نه وروسته شوې مرسته هم د ستائنې وړ ګرځولے۔ په دې وزيراعظم په پاكستان كښې د پوليو رنځ مخه نيولو، قوت مدافعت او په غذائي معيار كښې اضافې او معاشي شموليت لپاره په حكومتي اقداماتو كښې د بل ګېټس فاونډيشن مننه وكړه







