پاکستان د کاربن ګيسسز په اخراج كښې برخه د نه لرلو باوجود د موسمياتي بدلون څخه سخت ځپلېو هېوادونو كښې شامل دے٬ نړيواله ورورولي دې ماحولياتي تحفظ لپاره مالي معاونت وكړي۔ وزيراعظم شهباز شريف

نيويارك 25 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د نوي كول تحفظ لپاره د ماحولياتي تحفظ په باوري كولو زور راوړلو سره وئيلي دي پاکستان د کاربن ګيسسز په اخراج كښې برخه د نشت برابر ده خو بيا هم په سخت ځپلېو هېوادونو كښې شامل دے٬ ماحولياتي تحفظ لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات كوٶ٬ متبادل توان او شجركارۍ ته وده وركوٶ، په پور پورونه اغستل د مسئلې حل نه …

نيويارك 25 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د نوي كول تحفظ لپاره د ماحولياتي تحفظ په باوري كولو زور راوړلو سره وئيلي دي پاکستان د کاربن ګيسسز په اخراج كښې برخه د نشت برابر ده خو بيا هم په سخت ځپلېو هېوادونو كښې شامل دے٬ ماحولياتي تحفظ لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات كوٶ٬ متبادل توان او شجركارۍ ته وده وركوٶ، په پور پورونه اغستل د مسئلې حل نه دے٬ نړيواله ورورولي دې ماحولياتي تحفظ لپاره مالي معاونت وكړي۔ د شورو په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي سيکرټري او د برازيل صدر لخوا په نيويارك كښې خاص ماحولياتي بدلون ايونټ ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم ووئيل زه په داسې وخت كښې دلته مخاطب يم كله چې پاكستان د پشكال سختو بارانونو٬ کلاؤډ برسټ او تباهۍ كونكې سېلابي صورتحال سر مخ دے ٬ د دې موسمياتي افتونو په سبب د 50 لكه نه زيات كسان او 4100 كلي ځپلې شوي او ورسره د زرو نه زيات كسان مړه شوي هم دي، په كال 2022 كښې هم پاکستان ته د سېلاب په سبب د 30 اربه ډالرو نه زيات زيان رسېدلے ٶ او د لكهونو په شمېر كسان بې كوره شوې وو، د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوتريش خپله د دې صورتحال مشاهده كړې وه، وزيراعظم ووئيل پاکستان د نړيوال ګرين هاؤس ګيسونو په اخراج كښې برخه د نشت برابر ده خو بيا هم د خپلې برخې نه زيات زيانونه پورته كوي۔ ده توقع ولرله چې نړيواله ورورولي به د نوي كول تحفط لپاره خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي او ماحولياتي تحفظ باوري كولو لپاره به اقدامات وكړي۔ ده ماحولياتي تحفظ لپاره د پاکستان په اقدامات رڼا اچولو سره ووئيل پاکستان د زهرجن ګېسونو د اخراج مخنيوي او ماحولياتي تحفظ لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات كوي٬ په لويه كچه شجركاري او ځنګلونه لګوي٬ د مينګروز تحفظ باوري كوٶ٬ متبادل او ماحول دوست پن، شمسي او نيوکليئر توان ته وده وركوٶ۔ په غونډه كښې د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوترېش او ماحولياتي پوهانو ګډون كولو۔ په سمټ كښ د موسمياتي بدلون په زياتو شوو چېلنجز او د اجتماعي اقدامات په اړه په تجويزونو هم غور وشو۔ كلائمنټ سمټ ته د د برازيل صدر لوئيزانيکيو لولا ډيسلوا٬د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوترېش٬ د چين صدر شي جن پنګ او د تركيه صدر رجب طيب اردوان او نورو هم وېنا وكړه۔

مزید خبریں