امريكا٬ د 8 عرب هېوادونو او د او آئي سي غړو هېوادونو د مشرانو غونډه٬ د اسلامي هېوادونو مشرانو د غزه سنګين بشري صورتحال رامخې ته كړو

نيويارك 24 ستمبر(اے پي پي)د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 80مه غونډې په موقع يو اين هيډكوارټرز كښې امريكا كښې د 8 عرب هېوادونو او د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) غړو هېوادونو مشرانو غونډه وشوه۔په غونډه كښې د اسلامي هېوادونو مشرانو د غزه په پوله د برداشت نه وتي صورتحال٬انساني الميه او زيات ځاني زيان٬په منطقه د دغې سنګين اثرات او په مجموعي توګه په اسلامي نړۍ د دې …

نيويارك 24 ستمبر(اے پي پي)د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 80مه غونډې په موقع يو اين هيډكوارټرز كښې امريكا كښې د 8 عرب هېوادونو او د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) غړو هېوادونو مشرانو غونډه وشوه۔په غونډه كښې د اسلامي هېوادونو مشرانو د غزه په پوله د برداشت نه وتي صورتحال٬انساني الميه او زيات ځاني زيان٬په منطقه د دغې سنګين اثرات او په مجموعي توګه په اسلامي نړۍ د دې اثرات رامخې ته كړي۔دوي د جبري بے دخلي رد كولو سره په شريك دريځ او د بې كوره شوو ستنېدو او سمدستي جنګ بندۍ په ضرورت زور راوړو۔د شورو په ورځ د خارجه دفتر لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې دا غونډه د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ په بلنه رابللې شوې ده۔د غونډې شريكه مشري صدر ټرمپ او د قطر امير شيخ تميم بن حمد الثاني وكړه۔په غونډه كښې د اردن فرمانروا شاه عبدالله دوئم٬جمهوريه تركيه صدر رجب طيب ايردوان٬د انډونېزيا پرابووسبيانتو٬د پاكستان وزيراعظم محمد شهباز شريف٬د مصر وزيراعظم مصطفٰی كمال مدبولي٬د متحده عرب امارات نائب وزيراعظم او خارجه وزير شيخ عبدالله بن زيد النهيان او د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان السعود ګډون وكړو۔عرب او د او آئي سي هېوادنو مشرانو د دې مهمې غونډې په كولو د صدر ټرمپ مننه وكړه۔دوي د غزه په پوله د نه قبلولو وړ صورتحال٬انساني الميه او زيات ځاني زيان٬په منطقه د دې سنګين اثرات او په مجموعي توګه په اسلامي نړۍ د دې اثرات رامخې ته كړل۔ دوي جبري بے دخلي رد كولو ٬ شريك دريځ خپلولو او د بې كوره شويو ستنېدو او سمدستي جنګ بندۍ په ضرورت زور راوړو۔ د اسلامي نړۍ مشرانو د جنګ خاتمې او سمدستي جنګ بندۍ په ضرورت زور راوړو د كومې څخه به چې د يرغمالو خوشې كول باوري كولې شي٬ دوي ووئېل بشري مرسته د تعطل نه غېر وركولو اجازه پكار ده دغسې چې يو منصفانه او اوږد مهاله امن پلو وړومبې ګام پورته كړے شي۔دوي صدر ټرمپ سره د مرستې د عزم پخلے وكړو او د جنګ خاتمې او يو منصفانه او پائيدار امن لپاره يې د هغوي د مشرۍ په اهميت زور راوړو۔د اسلامي هېوادونو مشرانو د يو داسې منصوبې تفصيلات ترسره كولو په ضرورت زور راوړو كوم چې استحكام باوري كوي٬په خاص توګه لويديزه غاړه او د يروشلم مقدس ځايونو كښې امن او استحكام تر نظر لاندې اوساتۍ۔دوي د فلسطيني اتهارټي د اصلاحات د هڅو ملاتړ وكړو۔ګډون كوونكو په دې خبره زور راوړو چې د غزه بيا رغونې لپاره يو جامع منصوبه مرتب كول پكار ده كومه چې د عرب او او آئي سي په مرسته اډانه وي او كومه كښې چې د سلامتيا انتظامات سره سره د نړيوالې مرستې د لارې د فلسطين مشرانو ته مرسته وركړی شي۔دوي د دې خبرې عزم وكړو چې په ګډه كار وكړے شي ٬ چې دا پروژې كاميابې كړې شي او د غزه فلسطيني اولس ژوند بيا بحال كړے شي۔د غونډې ګډون كوونكو د دې خبرې په اهميت زور راوړو چې د دې غونډې جذبه دې په ځاے وساتلې شي دغسې چې دا د يو داسې عمل د پیل نكته وي كومه چې په منطقه كښې امن او د مرستې سباؤن لپاره سمه لاره وركړي۔په غونډه كښې د قطر وزيراعظم او خارجه وزير٬د پاكستان او اردن نائب وزيراعظمانو او د تركيې٬مصر او انډونېزيات خارجه وزيرانو هم ګډون وكړو ۔صدر ټرمپ سره خارجه وزير ماركو روبيو۔د خزانې وزير او د مينځني تيز خاص استازې اسټيووټكوف هم موجود وو۔

مزید خبریں