نيويارك 24 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 80مې غونډې په موقع د جي۔77 او د چين په وزارتي غونډه كښې ګدون كړے۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم اسحاق ډار غونډې ته خپلې وېنا كښې د پرمختګ كوٶنكو هېوادونو په مهمو مسئلو د ګروپ د اتحاد او يووالي …
نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د جي۔77 او د چين په وزارتي غونډه كښې ګډون

مزید خبریں
نيويارك 24 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 80مې غونډې په موقع د جي۔77 او د چين په وزارتي غونډه كښې ګدون كړے۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم اسحاق ډار غونډې ته خپلې وېنا كښې د پرمختګ كوٶنكو هېوادونو په مهمو مسئلو د ګروپ د اتحاد او يووالي ستائنې كولو سره ووئيل پاكستان د ګلوبل ساؤتھ مشتركه مفادات ودې او تحفظ لپاره به خپل فعاله رول لوبوي۔ ده د دې خبرې پخلے وكړو چې پاكستان به د ملګرو ملتونو په پليټ فارم او د دې نه بهر د پرمختګ كونكې نړۍ په حق كښې غږ پورته كولو او د اجتماعي مفادات دفاع لپاره عمر له د شراكتدار په توګه موجود وي۔







