اسلام آباد 24 ستمبر(اے پي پي)د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري وئېلي دي وزيراعظم د ګلګت بلتستان اولس او كاروباري ورورولۍ ته د تجارت ښه ماحول وركولو لپاره د كمېټۍ ټول سفارشات منظور كړې دي ٬ د سوست ډرائي پورټ د ټيكس په مسئله كمېټۍ سفارشات مرتب كړي٬د ګلګت بلتستان اولس پخوانۍ غوښتنه وه چې په سوست ډرائي پورټ د ټيكس مسئله حل كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه …
وزيراعظم د ګلګت بلتستان اولس او كاروباري ورورولۍ ته د تجارت ښه ماحول وركولو لپاره د كمېټۍ ټول سفارشات منظور كړل۔د توان وفاقي وزير سردار اويس لغاري نورو سره پرېس كنفرنس

مزید خبریں
اسلام آباد 24 ستمبر(اے پي پي)د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري وئېلي دي وزيراعظم د ګلګت بلتستان اولس او كاروباري ورورولۍ ته د تجارت ښه ماحول وركولو لپاره د كمېټۍ ټول سفارشات منظور كړې دي ٬ د سوست ډرائي پورټ د ټيكس په مسئله كمېټۍ سفارشات مرتب كړي٬د ګلګت بلتستان اولس پخوانۍ غوښتنه وه چې په سوست ډرائي پورټ د ټيكس مسئله حل كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ايف بي آر چيئرمېن راشد محمود لنګړيال٬د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی ګلبر خان٬بزنس كميونټۍ او نورو سره پرېس كنفرنس ته خطاب كولو په مهال كړې۔وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف ډېره مننه كوو چا چې د دې مهم كار لپاره زه د دې كمېټۍ چيئرمېن مقرر كړے يم۔په كمېټۍ كښې د كشمير٬ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير امير مقام٬د وزيراعظم سياسي چارو صلاحكار رانا ثناﺀ الله٬سينيټر سليم مانډوي والا٬حفيظ او امجد شامل وو او مونږ ټول په اتفاق وو۔په دې كښې د ايف بي آر چيئرمېن٬د هغه ډلې٬ دبيلو ادارو بشپړ توګه ګډون وكړو۔د ګلګت بلتستان ټول سياسي مشرتابه ډېره مننه كوم چا چې په هره لمحه په مصلحت سره دا كار تر پاې رسولو كښې مهم كردار ادا كړو ۔ده ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف په ښكاره د ګلګت بلتستان اولس خېرښېګړې او ګټې له هدايت راكړې وو او مونږ خوشحاله يو چې مونږ ټولو سياسي مشرانو سره په ګډه كار كولو كښې كامياب شوو ٬په دې لړ كښې د ايف بي آر چيئرمېن٬د هغه د ټولې ډلې كردار ډېر مثبت پاتې شو او هغوي مونږ سره بشپړه مرسته وكړه ۔ده ووئيل نن مونږ د پاكستان په تاريخ كښې د يو مثبت باب اضافه كوو٬تاريخ به د وزيراعظم دا هڅې په ښو ټكو ياد ساتي۔وفاقي وزير ووئيل د ګلګت بلتستان اولس پخوانۍ غوښتنه وه چې د هغوي له د ډرائي فورټ ټيكس او نورې پالېسۍ كښې ريليف وركړې شي٬د دې معاملاتو له امله په سوست ډرائي فورټ درآمدات٬برآمدات او ټرانزټ ټريډ كښې خنډان رامخې ته كېدل٬كمېټۍ د دې ټولو چارو په غور سره جاج واخست او سټيك هولډرز سره يې ضروري مشاورت وكړو٬دا كمېټي د اګست په 17مه نيټه كال 2025 كښې جوړه كړې شوې وه او يوازې يوه نيمه مياشت كښې يې خپل حتمي سفارشات ته رسېدلې٬ ده ووئېل نن د ګلګت بلتستان سياسي مشرانو لخوا هم ځينې سفارشات وړاندې كړے شوي كوم چې مونږ وزيراعظم محمد شهباز شريف سره شيئر كړي٬وزيراعظم د ګلګت بلتستان اولس لپاره او هلته ټريډ كميونټۍ لپاره او هلته څخه ښه ټريډ ماحول پېدا كولو لپاره زمونږ د كمېټۍ ټول سفارشات منظور كړي۔ده ووئيل زه د وزيراعظم ډېره مننه كوم چې هغه د سياسي بصيرت څرګندونې كولو سره د دې سفارشات منظوري وركړه ۔د ټولو كمېټۍ غړو لخوا په مفاهمتي يادښت لاس ليك موجود دے۔ميډيا ته بريفنګ وركولو په مهال د ايف بي آر چيئرمېن راشد محمود لنګړيال ووئيل د نوې طريقې له مخې د ګلګت بلتستان لپاره په درآمد كوونكو څيزونو به سيلز ټيكس٬ايډوانس انكم ټيكس نه لګي٬ دغسې چې په كومو څيزونو فيډرل ايكسائز ډيوټي لګولې شوې ده٬په دې به د ايف اي ډي اطلاق هم نه وي او كسټم ډيوټي او ريګوليټري ډيوټي به هم دغسې لګي۔ده ووئيل په پاكستان كښې به درآمدات ځينې ټيكس لګي٬ځينو بارډرز ډيوټي وي او ځينې کنزمپشن ډيوټي يا ټيكس وي٬د ګلګت بلتستان په سيمه كښې كنزمپشن ټيكس ته پراختيا نه ده وركړې شوې خو داسې انتظامي طريقه كار نه ؤ چې د كوم د لارې مونږ دا تشخيص وكړے شوو چې سيمې ته درآمد شوي څيزونه به په ګلګت بلتستان يا بهر استعماليږي۔په دې موقع د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی ګلبر خان ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف مننه كوو چا چې په سمدستي توګه د دې معاملې نوټس واخست او هغه چې كومه وعده كړې وه نن هغه پوره شوه۔په دې موقع سينيټر سليم مانډوي والا ووئيل د ګلګت بلتستان بارډر ټيكس مسئله حل كېدل خوشبينه ده۔ده ووئيل د ګلګت بلتستان او آزاد جمو كشمير مسئلې د پاكستان لپاره ډېرې مهمې دي او مونږ به دا مسئلې ټول عمر لپاره حل كړو۔په دې موقع د ګلګت بلتستان چيمبر آف كامرس صدر اشفاق احمد ميډيا ته بريفنګ وركولو په مهال ووئيل كمېټۍ ټولو شراكتدارو سره تفصيلي مشاورت شوے او دا معامله تر سره شوله۔







