اسلام آباد 24 ستمبر(اے پي پي)د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ سره د شورو په ورځ د پېنډۍ بار اېسوسي اېشن پلاوې ملاقات كړے۔د قانون او انصاف وزارت وياند له مخې د ملاقات په مهال پلاوي د قانون وفاقي وزير د وكيلانو او بار اېسوسي اېشن مهمو مسئلو نه خبر كړو۔په دې موقع د بار رنګ روغن او د اپ ګريډېشن پروژو په اړه هم د …
د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ سره د راولپېنډۍ بار اېسوسي اېشن پلاوي ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد 24 ستمبر(اے پي پي)د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ سره د شورو په ورځ د پېنډۍ بار اېسوسي اېشن پلاوې ملاقات كړے۔د قانون او انصاف وزارت وياند له مخې د ملاقات په مهال پلاوي د قانون وفاقي وزير د وكيلانو او بار اېسوسي اېشن مهمو مسئلو نه خبر كړو۔په دې موقع د بار رنګ روغن او د اپ ګريډېشن پروژو په اړه هم د خيالاتو څرګندونه وكړه٬په خاص توګه د مېرمنو وكيلانو لپاره د بار رومز مرمت او تزئين او ټرانسپورټ پشمول د نورو آسانيو وركولو له تجاويز وركړے شول ۔د قانون او انصاف وفاقي وزير پلاوي ته باور وركړو چې د بار انفراسټركچر او وكيلانو خېرښېګړی لپاره به د قانون او انصاف وزارت بشپړه مرسته وركوي۔په دې موقع د قانون او انصاف وزير مملكت بيرسټر عقيل هم موجود و چا چې د وكيلانو ورورولۍ مسئلو حل كولو لپاره د حكومت لخوا د هر ممكن مرستې باور وركړو۔







