افغان عبوري چارواكي دې خپله خاوره د پاکستان په ضد ترهګرۍ لپاره د كارېدو مخ نيوي له كوټلې كاروائۍ وكړي۔ د نائب وزيراعظم اسحاق ډار د افغانستان په اړه د او آئي سي د رابطه ګروپ پرانستې غونډې ته وېنا

نيويارك 24 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په افغانستان كښې دوه درځنو نه د زياتو ترهګرو ډلو په شتوالي د پاكستان د تحفظات څرګندونې سره په افغان عبوري چارواكو زور راوړے چې ھغوي خپله خاوره د ګاٶنډي هېوادونو په خاص توګه د پاکستان په ضد ترهګرۍ لپاره د كارېدو مخ نيوي له كوټلې او د تصديق جوګه كاروائۍ وكړي۔ نائب وزيراعظم د شورو …

نيويارك 24 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په افغانستان كښې دوه درځنو نه د زياتو ترهګرو ډلو په شتوالي د پاكستان د تحفظات څرګندونې سره په افغان عبوري چارواكو زور راوړے چې ھغوي خپله خاوره د ګاٶنډي هېوادونو په خاص توګه د پاکستان په ضد ترهګرۍ لپاره د كارېدو مخ نيوي له كوټلې او د تصديق جوګه كاروائۍ وكړي۔ نائب وزيراعظم د شورو په ورځ د افغانستان په اړه د او آئي سي د رابطه ګروپ پرانستې غونډې ته خپلې وېنا كښې د دې ترهګرو ډلو په خاص توګه د ټي ټي پي، بي اېل اے، مجيد بريګيډ او د اي ټي آئي اېم ذكر وكړو كومې چې القاعده سره په فعاله توګه مرسته كوي او سيمه ايز او نړيوال امن او سلامتيا لپاره سنګين خطر لري۔ ده ووئيل زمونږ قانون نافذ كوٶنكي اهلكار او عام وګړي افغانستان څخه د كېدونكې ترهګرۍ په ضد بلها قربانۍ وركوي۔ اسحاق ډار ووئيل د ستمبر په پېل كښې زمونږ پولئيزو سيمو كښې افغانستان څخه د ټي ټي پي ترهګرو د دراندازۍ مقابله كښې 12 پاكستاني عسكر شهيدان شوي۔ ده ووئيل دا ترهګرې ډلې به ډيجيټل پليټ فارم او سوشل ميډيا هم پروپيګنډې او د تشدد لمسونې لپاره كاروي كوم چې په هېڅ صورت كښې نشي برداشت كېدے۔ ده د رابطه ګروپ د پوهانو غړو د يو وركنګ ګروپ جوړولو تجويز هم وركړو دغسې چې افغانستان ته په ورمخې ته مسئلو كښې پېشرفت لپاره د شريك اقدامات په اړه يو عملي روډ مېپ په مشتركه توګه وړاندې كړے شي۔ نائب وزيراعظم د دې خبرې پخلے وكړو چې پاكستان د سوله ايز او سوكاله افغانستان مقصد لپاره د ټولو هلو ځلو د ملاتړ عزم لري۔ نائب وزيراعظم ووئيل افغانستان نزدې د پنځه لسيزو د شخړو او كورنيو جنګونو نه پس نسبتاً د امن پړاٶ ته داخل شوے ۔ ده په تېره مياشت كښې په افغانستان كښې د زلزلې له امله په شوې تباهۍ د پاکستان حکومت د زړه نه د غم او دړد څرګندونه وكړه ٬ د زلزلې نه وروستو پاکستان 105 ټنه د مرستې سامان افغانستان ته استولے دے۔ ده ووئيل بايد نړيواله ورورولي د افغانستان د صورتحال نه پام ونه ګرځوي۔ ده ووئيل او آئي سي، سيمه ايز شراکت دارو او د ګاٶنډيانو په توګه مونږ له دا پليټ فارم دغسې اقدامات لپاره كارول پكار دے كوم چې افغانستان د نتهائۍ نه ساتلو له مرسته وكړي۔ نائب وزيراعظم ووئيل د او آئي سي ګروپ له د نړيوالو عطيه كوٶنكو لخوا د كوم سياسي تحفظات نه غېر د افغانستان د بشري مرستې ضرورتونه ترسره كولو لپاره د مناسب فنډنګ وکالت كول پكار دے، او آئي سي له د افغان معيشت مستحکم كولو او د بينکنګ نظام په بحالۍ كښې مرسته پكار ده دغسې چې تجارتي هلې ځلې او د سيمه ايزو رابطو منصوبو نفاذ لپاره ضروري حالات پېدا كړے شي، دې سره به بې روزګاري كمه شي او د عام افغانانو به د غربت نه بهر كولو له مرسته تر لاسه شي۔ ده ووئيل او آئي سي له د خپلو نړيوالو ذمه وارو تعميل لپاره طالبانو سره سيمه ايزه او په ګڼ اړخيزه كچه مشغوليت او د خبرو اترو ملاتړ پكار دے۔ ده د كوكنارو د پخوانو كروندګرو د معاش متبادله ذريعې خوندي كولو كښې په مرستې كولو د ملګرو ملتونو په مشرۍ كښې د شوو هلو ځلو ستائنې كولو سره ووئيل د افغان كروندګرو تل پاتې سباون لپاره نورې موقعې پېدا كولو كښې د دې هلو ځلو ملاتړ پكار دے۔ ده ووئيل او آئي سي له په طالبانو زور راوړل پكار دي چې ھغوي په مېرمنو او انجونو بنديزونه لري كړي كوم چې غېر منصفانه او د اسلامي ټولنې د اصولو خلاف دي۔ نائب وزيراعظم سينيټر اسحاق ډار ووئيل افغانستان كښې د امن سره اوس وخت راغلے چې افغان كډوال بېرته خپل وطن ته لاړ شي، او آئي سي له په افغان عبوري چارواكو زور راوړل پكار دے چې ھغوي ګاٶنډي هېوادونو نه افغانستان ته د ستنېدونكو بيا آبادۍ كارۍ لپاره ضروري حالات پېدا كړي او پوخ امن او استحكام باوري كړي، په دې لړ كښې نړيواله ورورولۍ له هم د دې ذمه وارۍ بار تقسيمول پكار دي۔

مزید خبریں