پاكستان د آئي اېم ايف پروګرام ترمخه بېل اهداف او وعدے پورا كولو له پرله پسې پيش رفت كوي۔وزيراعظم شهباز شريف د منيجنګ ډائريكټري كرسټالينا جارجيوا سره ملاقات كښې خبري اتري

نيويارك 24 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان سره د نړيوال مالياتي فنډ(آئي اېم ايف) پخوانۍ تعميري شراكت داري ستائلو سره وئيلي پاكستان د آئي اېم ايف پروګرام ترمخه بېل اهداف او وعدے پورا كولو له پرله پسې پيش رفت كوي،اوسني سېلاب د هېواد په معيشت اثرات بايد د آئي اېم ايف جائزے كښې شامل كړې شي۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د …

نيويارك 24 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان سره د نړيوال مالياتي فنډ(آئي اېم ايف) پخوانۍ تعميري شراكت داري ستائلو سره وئيلي پاكستان د آئي اېم ايف پروګرام ترمخه بېل اهداف او وعدے پورا كولو له پرله پسې پيش رفت كوي،اوسني سېلاب د هېواد په معيشت اثرات بايد د آئي اېم ايف جائزے كښې شامل كړې شي۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 80مي غونډې په موقع د نړيوال مالياتي فنډ (آئي اېم ايف) منيجنګ ډائريكټري كرسټالينا جارجيوا سره د ملاقات په مهال كړي۔وزيراعظم د پاكستان سره د آئي اېم ايف پخوانۍ تعميري شراكت داري وستائله كومه چې د منيجنګ ډائريكټري كرسټالينا جارجيوا په مشرۍ كښې لا قوي شوي۔ وزيراعظم د بېل اقدامات د لارې د آئي اېم ايف د اړخه د پاكستان په وخت د حمايت اعتراف وكړو چې پكښې مالي كال 2024 كښې 3 اربه ډالره سټينډ بائي ارينجمنټ،دې نه پس د 7 اربه ډالره توسيعي فنډ سهولت او 1.4 اربه ډالره ريزلينس اينډ سسټين ايبلټي ( آر ايس ايف )شامل دي۔د كلك عزم سره د كوټلي اصلاحات په سوب د پاكستان معيشت كښې استحكام مثبت آثار لري او اوس معيشت د بحالۍ پلو تندۍ سره مخ په وړاندې روان دے۔ وزيراعظم په دې لړ كښې د آئي اېم ايف مرسته وستائله كومه چې د حكومت د معاشي اصلاحاتو هڅو كښې لارښودنه كښې مههم كردار ترسره كوي۔د پاكستان د اړخه آئي اېم ايف پروګرام ترمخه بېل اهداف او وعدو پورا كولو پلو پرله پسې د پيش رفت ذكر كولو سره وزيراعظم ووئيل د پاكستان په معيشت د اوسني سېلاب اثرات بايد د آئي اېم ايف جائزے كښې شامل كړې شي۔ آئي اېم ايف منيجنګ ډائريكټري پاكستان كښې سېلاب ځپليو سره د همدردۍ څرګندونه وكړه۔دې د بحالۍ موثره اقدامات لپاره د زيانونو اندازے اهميت رامخې ته كړو۔د آئي اېم ايف منيجنګ ډائريكټري په قوي ميكرو اكنامك پاليسو عمل كولو له د وزيراعظم عزم وستائلو او آئي اېم ايف سره ئې د پرله پسې حمايت پخلے وكړو ځكه چې پاكستان د كوټلي اوږدې مودې اقتصادي پرمختګ باوري كولو لپاره په ضروري اقتصادي اصلاحات عمل كوي۔

مزید خبریں