وزيراعظم شهبازشريف او د ورلډ بينك ګروپ صدر اجے بنګا ترمينځه ملاقات، كنټري پارټنرشپ فريم ورك ترمخه پاكستان سره د مرستي لا قوي كولو د عزم پخلے

نيويارك 24 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم محمد شهبازشريف او ورلډ بينك ګروپ صدر اجے بنګانے د پاكستان پرمختيائي ترجيحات مخ په وړاندې بوتللو لپاره كنټري پارټنرشپ فريم ورك ترمخه د مرستي لا قوي كولو د عزم پخلے وكړو۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 80مې غونډي په موقع د وزيراعظم محمد شهباز شريف او …

نيويارك 24 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم محمد شهبازشريف او ورلډ بينك ګروپ صدر اجے بنګانے د پاكستان پرمختيائي ترجيحات مخ په وړاندې بوتللو لپاره كنټري پارټنرشپ فريم ورك ترمخه د مرستي لا قوي كولو د عزم پخلے وكړو۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 80مې غونډي په موقع د وزيراعظم محمد شهباز شريف او ورلډ بينك ګروپ صدر ترمينځه ملاقات شوے۔ وزيراعظم آپريشنز آسانولو او نجي څانګه كښې وسائل لا متحرك كولو ته پام لرنه كولو سره ورلډ بينك تند رفتاره او زيات موثره پرمختيائي شراكت دار په جوړولو د اجے بنګا مشري وستائله۔ده په خاص توګه كووډ-19 لوئ وبا او 2022ء سېلاب په مهال د پاكستان لپاره د بينك مرسته وستائله۔ وزيراعظم د نړيوال بانك صدر د حكومتي اصلاحاتي ايجنډے څخه خبر كړو چې پكښې د وسائلو متحرك كولو ، توان څانګه كښې اصلاحات، نجكاري او موسمياتي بدلونونو څخه بچ كولو په اړه اقدامات شامل دي۔ وزيراعظم د دې خبري پخلے وكړو چې اصلاحاتي ايجنډے پاكستان د ميكرو اكنامك استحكام پلو روان كړې، سرمايه كارو باور بحال شوې او كوټلي اقتصادي پرمختګ ته وده ترلاسه شوي۔وزيراعظم د ورلډ بينك نوي كنټري پارټنرشپ فريم ورك (2035-2026) هم ستائنه وكړه چې له مخې ئې نړيوال بانك د پاكستان لپاره 40 اربه ډالره تاريخي او بے مثاله لوظ كړې دے۔ وزير اعظم د دې موثره نفاذ باوري كولو لپاره صوبائي حكومتونو سره د نزدې رابطے په اړه د وفاقي حكومت د عزم پخلے وكړو۔د ورلډ بينك صدر د پاكستان اصلاحاتي اقدامات وستائل او د پاكستان پرمختيائي ايجنډے لپاره ئې د بينك د اړخه د مرستي د عزم پخلے وكړو۔ده د اقتصادي اصلاحات ودې او سي پي اېف ترمخه د موسمياتي بدلون په اړه د اوږدې مودې او كوټلي اقدامات لپاره پرله پسې د مرستي په اړه د بينك د بشپړه عزم څرګندونه وكړه۔وزيراعظم محمد شهباز شريف او د ورلډ بينك ګروپ صدر اجے بنګا د پاكستان پرمختيائي ترجيحات كښې پيش رفت لپاره كنټري پارټنرشپ فريم ورك ترمخه مرستي لا قوي كولو د عزم پخلے وكړو۔

مزید خبریں