نيويارك 23 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار وئيلي دي د فلسطين مسئله د ملګرو ملتونو او د نړيوال نظام د عزت امتحان دے، په انصاف كښې تاخېر د انصاف څخه د سرغړونې مترادف دے٬ په غزه كښې د 63 زره نه زيات فلسطينيان شهيدان شوي دي٫ او آئي سي دې په غزه كښې په سمدستي توګه غېر مشروط او مستقل جنګ بندي٬ د …
غزه كښې د 63 زره نه زيات فلسطينيان شهيدان شوي٫ او آئي سي دې په غزه كښې په سمدستي توګه غېر مشروط او مستقل جنګ بندۍ٬ د تعطل نه غېر د بشري مرستې رسنې٬ په جبر د وګړو ويستلو مخ نيوي او د غېر قانوني ودانيو خاتمې لپاره كردار ولوبوي۔ د اسحاق ډار عمومي اسمبلۍ ته وېنا

مزید خبریں
نيويارك 23 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار وئيلي دي د فلسطين مسئله د ملګرو ملتونو او د نړيوال نظام د عزت امتحان دے، په انصاف كښې تاخېر د انصاف څخه د سرغړونې مترادف دے٬ په غزه كښې د 63 زره نه زيات فلسطينيان شهيدان شوي دي٫ او آئي سي دې په غزه كښې په سمدستي توګه غېر مشروط او مستقل جنګ بندي٬ د تعطل نه غېر د بشري مرستې رسنې٬ په جبر د وګرو ويستلو مخ نيوي او د غېر قانوني ودانيو خاتمې لپاره كردار ولوبوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د او آئي سي د فلسطين په اړه د شپږ كسيزه كمېټۍ غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه٬ د غونډې مشري د او آئي سي سيكرټري جنرل حسېن ابراهيم طهه كوله چې پكښې د غړو هېوادونو خارجه وزيرانو او نمائندګانو ګډون وكړو۔ اسحق ډار ووئيل د فلسطين مسئله د او آئي سي د ايجنډې مركزي نقطه ده، د اكتوبر كال 2023 نه تر اوسه په غزه كښې د 63 زره نه زيات كسان شهيدان او د 94 زره نه زيات ژوبل شوې دي، چې پكښې زياتره مېرمنې او كوچنيان شامل دي۔ ده ووئيل چ د اسرائيلي يرغل په مهال خونې٬ روغتونونه٬ ښونځي٬ د مرستې قافلې او د پناه ځايونه قصداً په نخښه كړے شوي دي۔ ده ووئيل د انصاف نړيوال عدالت دا صورتحال “ممكنه نسل كشي” ګرځولې ده خو د سلامتي كونسل٫ عمومي اسمبلۍ او د آئي سي جے د بيا بيا مطالبو باوجود اسرائيل د جنګ بندۍ نه سرغړونه كوي او د نړيوال قوانين پرله پسې خلاف ورزۍ كوي۔ ده ووئيل اجتماعي سزاګانې، بمباري، په جبر د وګړو ويستل ،لوږه او د بشري مرستې لاره نيول په هېڅ صورت د قبلېدو وړ اقدام نه دے۔ ده په دې خبره زور راوړو چې او آئي سي له به په دې نكات سمدلاسه اقدام كول وي چې پكښې په سمدستي توګه غېر مشروط او مستقل جنګ بندي٬ د تعطل نه غېر د بشري مرستې رسنه٬ او د يو اېن آر ډبليو اے لپاره نړيواله مرسته كښې اضافه٬ په جبر د وګړو ويستلو مخ نيوے او د غېر قانوني بستو خاتمه٬ د كال1967 نه وروستو قبضه شوې زمكې او د اثاثو ستنول، د شړلے شوو فلسطينيانو وګړو د واپسۍ د حق ضمانت٬ د قابضو ځواكونو جنګي جرائمو لپاره ځواب وركوٶنكي ګرځول او د زيانونو ازاله،د آئي سي جے په ټولو پرېكړو عملدرآمد، غزه لپاره د او آئي سي او د عرب دنيا د بيا رغونې په منصوبه عملدرامد، د فلسطين اولس تحفظ لپاره د نړيوال حفاظتي نظام تعيناتي٬ د 1967 د پولو له مخئ آزاد فلسطيني رياست جوړول، القدس الشريف پايه تخت جوړول او د فلسطين په ملګرو ملتونو كښې بشپړه غړيتوب لپاره هڅې ګړندې كول شاملې دي۔ ده ووئيل پاكستان فلسطينيانو سره د خپل غېر متزلزل يووالي پخليے كوي۔ ده ووئيل كال 26-2025 لپاره د سلامتي كونسل غېر مستقل غړې جوړېدو نه وروستو پاكستان په مېنځني ختيز كښې امن او فلسطين اولس لپاره انصاف خپل وړومبنو ترجيحات كښې شامل كړے دے۔ ده ووئيل د فلسطين مسئله د ملګرو ملتونو او د نړيوال نظام د عزت امتحان دے٬ په انصاف كښې تاخير٬ انصاف څخه سرغړونه ده او كله چې انصاف په پېړيو ترلاسه نشي نو د امن بنيادونه وښوځي ۔ فلسطينيانو ته آزادي، د خپلواكۍ حق او رياستي وقار وركول ضروري دي۔







