نيويارك 23 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف كوېت سره تجارت، سرمايه كارۍ، زراعت، لائيوسټاك، د افرادي قوت برآمد او د صحت په څانګو كښې د اړيكو لا قوي كولو د خواهش پخلي كولو سره وئيلي دي د پاكستان او كوېت ترمېنځه د اوږد مهاله٬ تاريخي او د ورورولۍ اړيكې موجود دي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو …
وزيراعظم شهباز شريف د كوېت ولي عهد سره وليدل٬ د دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو د عزم پخلے

مزید خبریں
نيويارك 23 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف كوېت سره تجارت، سرمايه كارۍ، زراعت، لائيوسټاك، د افرادي قوت برآمد او د صحت په څانګو كښې د اړيكو لا قوي كولو د خواهش پخلي كولو سره وئيلي دي د پاكستان او كوېت ترمېنځه د اوږد مهاله٬ تاريخي او د ورورولۍ اړيكې موجود دي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په موقع د كوېت ولي عهد شېخ صباح الخالد الحمد المبارك الصباح سره د دوه اړخيزه اړيكو په مهال خبرو كښې وزيراعظم شهباز شريف د كوېت امير شېخ مشعل الاحمد الجابر الصباح لپاره د احترام او نيكو هېلو څرګندونه وكړه ۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان او كوېت عمر له يو بل سره ولاړ دي۔ وزيراعظم په پاكستان كښې د سېلاب نه وروستو د كوېت لخوا د يووالي په څرګندونه د ولي عهد مننه وكړه٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوه اړخيزه مرستې په اړه په مثبت پېشرفت د اطمينان څرګندونې كولو سره وزيراعظم كوېت سره تجارت، سرمايه كارۍ، زراعت، لائيوسټاك، د افرادي قوت برآمد او د صحت په څانګو كښې د اړيكو لا قوي كولو له خپله خوښي څرګنده كړه۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان سږ كال په پائې كښې د كوېت د ولي عهد د پاكستان سركاري دوره او د هغوي كوربتوب ته سترګې په لاره دے، كومې لپاره چې نيټه د سفارتي ذريعو د لاره ټاكلې كېږي٬ دواړو مشرانو د مېنځني ختيز د صورتحال پشمول په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه٬ د كوېت ولي عهد د نړيوالې ورورولۍ په وراندې په فلسطينيانو كېدونكې ظلمونه په موثره ټوګه په ډاګه كولو سره سره په منطقه كښې امن لپاره په مهم رول د پاكستان د سفارتي هلو ځلو ستائنه وكړه٬ دغسې دواړو مشرانو په دوه اړخَيزه او ګڼ اړخيزه فورمز نزدې مرستې لپاره د خپل عزم پخلے وكړو







