پاكستان او بنګله دېش د چيمبرز نيټ وركنګ غونډه كشې تجارتي روابط په لا قوي كولو اتفاق وكړو

ډهاكه 23 ستمبر (اے پي پي)د وزيراعظم د تجارت خاص مرستيال رانا احسان افضل خان ډهاكه كښې شوي د ډهاكه چيمبرز آف كامرس اينډ انډسټري او د پېنډۍ چيمبرز آف كامرس اينډ انډسټري ترمينځه نيټ وركنګ غونډه كښې ګډون كړے۔د نهې په ورځ جاري شوي پرېس رېليز له مخې د ډي سي سي آئي صدر تسكين احمد او د بورډ غړو سره د ملاقات په مهال خاص مرستيال د پاكستان …

ډهاكه 23 ستمبر (اے پي پي)د وزيراعظم د تجارت خاص مرستيال رانا احسان افضل خان ډهاكه كښې شوي د ډهاكه چيمبرز آف كامرس اينډ انډسټري او د پېنډۍ چيمبرز آف كامرس اينډ انډسټري ترمينځه نيټ وركنګ غونډه كښې ګډون كړے۔د نهې په ورځ جاري شوي پرېس رېليز له مخې د ډي سي سي آئي صدر تسكين احمد او د بورډ غړو سره د ملاقات په مهال خاص مرستيال د پاكستان او بنګله دېش ترمينځه تجارتي هلو ځلو كښې په اضافه رڼا واچوله ۔ده ووئيل د دواړو اړخونو كاروباري ورورولي دوا سازۍ٬آټو موبائل او معدنيات په څانګو كښې په تندۍ سره موقعې لټوي۔رانا احسان افضل د تجارت وزير اوسنۍ دورې نه پس د دواړو هېوادونو كاروباريانو لپاره د يو جامع او سازګار ماحول پېدا كولو لپاره د خپل عزم پخلے وكړو۔ده ووئيل نجي څانګو ترمينځه زياتې شوې مرستې څخه به د دوه اړخيزه مرستې او سرمايه كارۍ نوې لارې پرانستلې شي۔نيټ وركنګ غونډې ته د پاكستان او بنګله دېش ترمينځه د بزنس ټو بزنس مرستې زياتولو او اقتصادي اړيكو لا ښه لپاره د يو مهم ګام په توګه وكتلے شول۔

مزید خبریں